د پاکستان لومړی وزیر وویل، ډېر ژر به د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز یا سپيېک دویم پړاو پیل شي.
شهباز شریف وايي چې له دې پروژې د تطبیق سره به له چین سره د پاکستان دوستانه اړیکې نورې هم پياوړي شي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چې تازه د چین له سفره راګرځېدلی نن د کابینې غونډې ته خبرو کې وویل چې ډېر ژر به د چین یو چېکپوړی پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.
شریف د چینايي پلاوي د سفر په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي خو ټینکار یې کړی، چې چین ته د هغه له سفر وروسته چینايي پلاوي پاکستان ته سفر کوي.
د پاکستان لومړي وزیر په خپل څرګندونو کې دا نه ده په ډاکه کړې، چې د سپیېک دویم پړاو به کله پیلیږي او د امنیتي ستونزو د حل لپاره یې څه اقدامات شوي دي.
ښاغلي شریف د کابینې غونډې ته ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځه راشه درشه به ستراتیژیکي اړیکې نورې هم قوي کړي.
د چين او پاکستان مشرانو تېره جمعه په بېجينګ کې سره وکتل.
شيجين پينګ شهباز شريف ته ویلي؛ چې چين د تل په څېر د پاکستان او د دغه هېواد د ملي حاکميت ټينګ ملاتړ کوي.
د چین ولسمشر شي جین پینګ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې، له اسلام اباده وغوښتل چې په پاکستان کې د چینايي شرکتونو امنیت تامین کړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په داسې حال کې د سیپېک د دویم پړلو د پیلېدو خبره کوي، چې په وروستیو میاشتو کې په پښتونخوا کې پنځه چینايي انجینران په یوه چاودنه کې وژل شوي وو.
دغه برید د چین له جدي غبرګون سره مخامخ شو او له هغه وخت راهیسې پاکستان له دغه هېواد څخه د چینايي شرکتونو او کارپوهانو د تګ په اړه سخت اندېښمن دي.