چمن کې پرلت‌والو سره اخ و ډب؛ د پولیسو په ګډون ۲۰ تنه نور ټپیان شوي او ۴۵ کسان نیول شوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۹

په چمن په کې پر درېیمه ورځ هم د پرلت‌والو او پولیسو تر منځ اخ و ډب او نښتو له امله حالات کړکېچن دي، چې په پایله کې یې د اتو امنیتي کسانو په ګډون شل کسان ژوبل شوي دي.

د دغو دوو ورځو د تاوتریخوالي له امله د ټولو ټپیانو شمېر شاوخوا ۶۰ تنو ته رسېږي.
امنیتي ځواکونو د پرلت‌والو د لاریون په ترڅ کې د عامه او شخصي ملکیتونو ته د زیان رسولو او پر امنیتي چارواکو د بریدونو په تور ۴۵ کسان نیولي دي.
له بل لوري د کوټې او چمن ترمنځ د مساپر وړونکي اورګاډي خدمتونه ځنډول شوي دي.
د پاکستان د اورګاډي یوه جګپوړي چارواکي د دغې خبرې پخلی کړی دی.
خو د پرلت‌والو مشرانو ویلي؛ تر هغو به خپل لاريون ته دوام ورکړي، چې د دوى نيول شوي مشران او له تېرو درېيو ورځو نيول شوي ټول کسان خوشې شوي نه وي.
د پنجشنبې په ورځ هم په چمن کې د ۱۷ امنیتي چارواکو په ګډون لږ تر لږه ۴۰ کسان د پرلت‌والو او پولیسو په اخ و ډب کې ټپیان شوي ول.
دغه اخ و ډب وروسته له هغه پیل شو، چې د چهارشنبې په ورځ پاکستاني ځواکونو د چمن پر هغو اعتراض کوونکو برید وکړ، چې د چمن - کوټې عمومي لاره یې په کوږک غره کې د تېرو دوه اونیو راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه.
دغه پرلت وهونکو اته میاشتې وړاندې د سپین بولدک - چمن پر دروازه د‌ پاکستان د حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کولو په غبرګون کې پرلت وهلی.
د چمن پر پرلت‌والو د برید په غبرګون په کوټې ښار کې هم ځايي سیاسي ګوندونو لاریونونه پیل کړي دي.

نور خبرونه

رادیو