د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن په پلازمېنه بېجینګ کې د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره ولیدل.
دا کتنه د پاکستان د کلنۍ بودیجې له اعلان او له پیسو نړیوال صندوق د نوي پور تر غوښتلو څو ورځې مخکې ده.
پاکستان چې عرب سمندرګي ته څېرمه پروت دی، د چین لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه عدن خلیج او سویز کانال ته په رسېدو کې د وچې لار او د مالاکا تنګي له لوی خطر د بچېدو لپاره چینايي بېړیو ته بدیل برابروي.
د شهباز شریف په مشرۍ حکومت هیله من دی چې د جون پر لسمه د کلنۍ بودیجې له اعلان سره له پیسو نړیوال صندوق شپږ میلیارده پور وغواړي.
د پاکستان حکومت په ور پسې خبرو کې له پیسو نړیوال صندوق سره د چین پر ۲۷ میلیارد ډالرو پور هم خبرې کوي.
د پیسو نړیوال صندوق تېره مۍ له هغه وروسته له پاکستان سره پر نوي پور خبرې پیل کړې چې د درې میلیارد ډالرو پور یې اقتصاد ښه کولو کې اغېزناک تمام شو.
ښاغلی شریف د پاکستان د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پنځو ورځو لپاره چین ته په رسمي سفر تللی دی.
شهبار شریف پر بېجینګ سربېره د دغه هېواد دوو نورو ښارونو شیان او شنژانګ ته تګ هم ځي.