په چمن کې د پرلت‌والو او پاکستاني ځواکونو نښتو کې د پولیسو په ګډون ٤٠ تنه ټپيان شوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۸

د پنجشنبې په ورځ په چمن کې د ۱۷ امنیتي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۴۰ کسه په داسې حال کې ټپیان شول، چې د پرلت‌والو د مشرانو د نیولو په غبرګون کې دوی په حکومتي ودانیو بریدونه پیل کړل او د خپلو ملګرو د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله.

تېره ورځ د چمن پرلت‌والو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د کوږک په غره کې پر پرلت وهونکو د شوي برید امله پنځلس تنه پرلت‌وال ټپیان شوي او پاکستاني ځواکونو اوه تنه مرکچیان هم له ځانه سره بېولي او بندیان کړي یې دي.
دغه نښته او لاریونونه وروسته له هغه پیل شول، چې د چهارشنبې په ورځ پاکستاني ځواکونو د چمن پرلت وهونکو پر هغو اعتراض کوونکو برید وکړ، چې د چمن - کوټې عمومي لاره یې په کوږک غره کې د تېرو دوه اونیو راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده کړې وه.
دغه پرلت‌والو اته میاشتې وړاندې د سپین بولدک - چمن پر دروازه د‌ پاکستان د حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کولو په غبرګون کې پرلت وهلی.
د چمن پر پرلت وهونکو د برید په غبرګون په کوټه ښار کې هم ځايي سیاسي ګوندونو هم لاریونونه پیل کړي دي.
تر دې مهاله د پاکستان حکومت د چمن پر پرلت‌والو د برید په اړه څه نه دي ویلي.

ورته مهال د پاکستان د جمیعت العلمای اسلام ګوند مشر په قومي اسمبلۍ کې د پوځ له‌خوا پر پرلت‌والو برید په کلکه غندلی او له ملي شورا یې غوښتي، چې په دې اړه دې د پلټنو په موخه ژر تر ژره جرګګۍ جوړه کړي.

نور خبرونه

رادیو