د پاکستان د جمیعت العلمای اسلام ګوند مشر په قومي اسمبلۍ کې د پوځ لهخوا پر پرلتوالو برید په کلکه غندلی او له ملي شورا یې غوښتي، چې په دې اړه دې د پلټنو په موخه ژر تر ژره جرګګۍ جوړه کړي.
مولانا فضل الرحمن ویلي، چې په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د پاکستان حکومت، ولسي خلکو ته ستونزې جوړې کړې او پرته له دې چې د دغو ستونزو د هواري لپاره د قومي مخورو سره خبرې وکړي، په خپل سر بریدونه کوي او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.
نوموړي پرون د پاکستان پارلمان استازو ته وویل، چې دغه ستونزه یوازې په چمن کې نه ده راولاړه شوې؛ بلکې د هغه په خبره ورته ستونزې په انګور اډه، خرلاڅي او نورو قبایلي سیمو کې خلکو ته راولاړې شوې چې له امله یې ولسي خلکو کار وبار له لاسه ورکړی او اړ شوي، چې د حکومت پر ضد راپاڅېږي او پرلتونه ووهي.
نوموړي په پارلمان کې دا رنګه وویل، تر دې وړاندې د ایوب خان په زمانه کې هم ورته پرېکړې شوې وې؛ خو هغه مهال یې هم پایلې منفي راوتې وې.
مولانا فضل الرحمن حکومت ته خبرداری ورکړ، که د دغې ستونزې په هوارولو کې ژر تر ژره ګام وانخلي نو حالات له کنټروله وځي چې پایلې به یې ټول هېواد ته ښې نه وي.
تر دې وړاندې یو شمېر نورو سیاستوالو لکه محمود خان اڅکزي او نورو سیاسي دلو هم د چمن له پرلتوالو سره په غونډو کې برخه اخیستې وه او د هغوی څخه یې ملاتړ په ډاګه کړی و.
په چمن کې له اتو میاشتو وړاندې زرګونه خلک د هغې پرېکړې پر ضد راپورته شول، چې د چمن- سپین بولدک پر دروازه د خلکو د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه جبري شوه.
د دغې سیمې خلک وایي، چې دوی پر ویزو او پاسپورت تګ راتګ نه مني او تر هغې چې حکومت خپله پرېکړه بېرته نه وي اخیستې؛ نو د دوی پرلت او لاریون به دوام ولري.