ډبلیو اېچ او: په پاکستان کې د ټوخي په جوړو شویو درملو کې له ناسمو ترکیبونو کار اخیستل کېږي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۸

د روغتیا نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ هغو درمل جوړوونکو ته خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د ټوخي شربت په جوړولو کې له ناسمو ترکیبونو کار اخلي.
د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې په هندوستان او اندونیزیا کې د ټوخي ضد شربت جوړولو له امله په نړۍواله کچه له ۳۰۰ زیات ماشومان مړه شوي وو.

د روغتیا نړۍوال سازمان د پنځه ډوله پروپیلن ګلیکول مادې د کارولو له امله چې په درمل جوړولو کې ترېنه کار اخیستل کېږي خبرداری ورکړی.
په پاکستان کې د درملو د تنظیم ادارې هم د جنورۍ او مارچ په میاشتو کې د اتیلن ګلیکول مادې چې وژونکې ده، په درمل جوړولو کې د هغې د کارونې په اړه خبرداری ورکړی و.
دغه ماده په هغو درملو کې چې د «داو کیمیکال» کمپنۍ تر چتر لاندې د ټایلنډ، جرمني او سېنګاپور په هېوادونو کې جوړ شوي موندل شوې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان د پروپیلن ګلیکول مشکوکې بېلګې په هغو درملو کې چې له نسخې پرته ورکول کېږي او د ټوخي لپاره کارول کېږي، د ازمېښت لپاره واستولې.
دغه سازمان ویلي، ازمېښتي بېلګو یو لړ ککړتیاوې هم لرلې چې دغه ککړتیاوې د ټوخي په شربت کې د پختورګو ستونزې رامنځته کوي او د خلکو د مړینې سبب هم ګرځي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، له هغو څو میاشتو وروسته چې دوی خبرداری ورکړی او له درمل جوړوونکو یې وغوښتل چې د خپلو تامین کوونکو څرنګوالی تایید کړي؛ نو په پاکستان کې د درملو د تنظیموونکې ادارې د ککړو ترکیبونو څو بېلګې په نښه کړې.
د روغتیا نړۍوال سازمان دې ته په اشارې چې ښايي دغه درمل په نورو هېوادونو کې هم وېشل شوې وي او یا هم کېدای شي په زېرمتونونو کې پاتې وي وویل:« د پروپیلن ګلیکول مواد پېژندل شوي په دغه خبرداري کې یا په قصدي توګه او یا هم د درغلۍ په بڼه په نښه شوي دي.»
د روغتیا د نړۍوال سازمان دغه خبرداری داسې مهال خپرېږي، چې نایجریا اعلان کړی د ماشومانو لپاره د ټوخي په شربت کې یې په اتیلن ګلیکول ککړه ماده موندلې ده.

نور خبرونه

رادیو