د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې، د وري میاشتې پر ۲۵مه او ۲۶مه نېټه ۱۰۳ تنه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته راستانه شول.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه کسان په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي دي.
د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه په جبري ډول ستانه شوي افغان کډوال ۲۴ کورنۍ وي چې شمېر یې ۱۰۳ تنه و د تورخم دروازي له لارې هېواد ته راستانه شول.
یاد وزارت ویلي له پاکستان څخه په جبري توګه راستانه شوي تازه افغان کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته ورپيژندلي دي.
د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.
د پاکستان حکومت په تازه اعلان کې ويلي چې له کوچني اختر وروسته د روانې اپریل میاشتې له ۱۵نیټې وروسته به یو ځل بیا د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړي.