په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، هغه افغان کډوال چې لا له وړاندې د دغې ادارې سره د کډوالو په بڼه ثبت شوي او د کډوالۍ کارټونه پرې وېشل شوي د هغوی د اېستلو لپاره هیڅ دلیل نه لیدل کېږي.
دغه څرګندونې له هغې یوه ورځ وروسته مخې ته راځي، چې د پاکستان نوي حکومت د پنجاب ایالت چارواکو ته سپارښتنه وکړه هغه کډوال چې د کډوالۍ کارټونه لري د اپرېل میاشتې له ۱۵مې وروسته دې له دغه هېواده واېستل شي.
په اسلام اباد کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: موږ د پاکستان حکومت سره له نږدې څخه په اړیکه کې یو او زموږ غوښتنه هم دا ده، لکه څنګه چې دغه هېواد کلونه، کلونه افغان کډوالو ته پناه ورکړې او د هغوی پالنه یې کړې بیا هم د هغوی مېلمستوب ته غاړه کېږدي او د هغوی له شړلو ډډه وکړي.
ښاغلي اپریدي زیاته کړه: سره له دې چې موږ ته تر اوسه د پاکستان حکومت د دغې نوې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو بیا مو هم غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې دې داسې تګلاره غوره کړي، چې پر مټ یې موږ وتوانېږو ټول هغه افغانان چې لا هم زموږ سره ثبت شوي نه دي هغوی ثبت کړو او په دې برخه کې زموږ اداره د پاکستان له حکومت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو خبرې هغه مهال زور واخیست، چې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د دغه هېواد لنډمهاله ادارې ټولو بې اسناده افغان کډوالو ته خبرداری ورکړ چې له دغه هېواده ووځي.
له هماغه مهاله یو شمېر افغانان په خپله خوښه افغانستان ته وکوچېدل؛ خو ډېر نور یې بیا پولیسو په ښارونو کې ونیول، بندیان یې کړل او په زوره یې خپل هېواد ته واړول.
ښاغلی اپریدی وایي، هغه کډوال چې د (پي، او، ار) کارټونه لري او موده یې د مارچ په ۲۱مه پای ته رسېږي، موږ د پاکستان له حکومته غوښتي چې د دغو کارټونو موده دې نوره هم وغځوي.
د یو اېن اېچ سي ار د شمېرو له مخې له هغه مهاله چې د پاکستان تېر حکومت د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړه، تر دې مهاله پنځه لکه او ۲۷ زره کډوال بېرته ستانه کړای شوي چې د دوی په وینا ۹۴ سلنه یې هغه خلک وو چې قانوني اسناد یې نه لرل؛ خو دوی وايي چې پاتې نوره سلنه یې بیا هغه افغان کډوال هم و، چې د کډوالۍ اسناد یې لرل؛ خو په زوره وشړل شول.
د پاکستان چارواکو يو ځلې بیا ویلي، چې د کډوالو د اېستلو په دویم پړاو کې چې د اپرېل میاشتې له نیمايي څخه پیلیږي لومړی باید د ای سي سي کارتونو لرونکي افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي او که چېرې لاړ نه شي؛ نو دوی به یې ونیسي او په زور به یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
همدا رنکه د کډوالو د شړلو د دويم پړاو له بشپړېدو وروسته دې د درېيم پړاو د پيلېدو په اړه هم ورته ګام واخیستل شي.
دا لا معلومه نه ده، چې دا پلا به اسلام اباد بیا هم د پخوانۍ پرېکړې په څېر له افغان کډوالو سره د زور زیاتي څخه کار اخلي او که به په دغه چاره کې نرمښت راولي؟ خو ګڼ افغانان سر له اوسه اندېښمن دي، چې د هغوی دلته شته کار و بار او شتمني به څنګه کېږي، ایا پاکستان حکومت به دغه ضرب الاجل وغځوي او که بیا به په خپلې پرېکړې د درېدا تر څنګ له زور زیاتي څخه کار اخلي.