د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکي، چې د تورخم له لارې ۱۴۲ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.
دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال د تورخم له لارې له پاکستانه په زرو راستانه کړل شوي.
د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) په ایکس پاڼه د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي چې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۲ تنه کیږي په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې.
د وزارت د معلوماتو له مخې دغه شمېر کډوال وړمه ورځ د کب په ۱۹مه هیواد ته راستانه شوي.
د دغه وزارت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
تېره اوونۍ د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی و چې؛ افغانستان ته د افغان کډوالو د پلان له پلي کېدو راهیسې پنځه لکه، درې زره او ۷۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي.
د طالبانو کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت تېره ورځ شنبه د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې خبر ورکړی و، چې ۴۷۱ تنه افغان کډوال د کب پر ۱۷مه په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړل شوي.
که څه هم د پاکستان مخکني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي. خو د شهباز شریف په مشرۍ نوي راغلي حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي چې د کډوالو په زور ایستلو لړۍ به روانه ساتي او که بدلون به پکې راولي.