د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه، نږدې ۱۷۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۳

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه ۱۶۸۲ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي.

ويل کیږي، افغانستان ته په دغو راغلو کډوالو کې ۱۴۷۷ تنه له ایرانه او ۲۰۵ تنه کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت نن یک شنبه د (کب ۱۳مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۳۶ کورنۍ چې د غړو شمېر ۲۰۵ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

یاد وزارت ویلي د کب میاشتې په ۱۱ او ۱۲ نیټو له پاکستانه راستانه شوي ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم یو زر او ۴۷۷ تنه افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د روانې کب میاشتې په ۱۲مه د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.

دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۴۰ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.

ويل کیږي، په دغو کډوالو کې یو شمېر چې وړ پیژندل شوي ورسره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.

له دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل دوام لري او هره ورځ په منځني کچ ۱۵۰۰ افغان کډوال له دواړو هیوادونو په زور ایستل کیږي او په افغانستان کې هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده، او په دې وروستیو کې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي

نور خبرونه

رادیو