د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکي، چې د تورخم له لارې د کب په شپږمه ۱۳۸ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل شول.
دغه وزارت وايي، دغه شمېر کډوال له پاکستانه په زرو راستانه کړل شوي.
د طالبانو کډوالو وزارت د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د شمېرو له مخې، ۲۸ کورنۍ چې ټول شمېر یې ۱۳۸ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د دغه وزارت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوالې سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د اړوندو ادارو د شمېرو له مخې راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۱۹مې نیټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر څلور لکه او ۹۳ زره او ۶۴۸ تنو ته لوړ شو او د بېرته ستنېدو لړۍ لا هم روانه ده.
د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي.