پاکستانۍ رسنۍ: د فبرورۍ تر ۱۹مې د ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر تر ۴۹۳زرو لوړ شو

AP ۱۴۰۲ کب ۲

پاکستانۍ رسنیو د دغه هېواد د اړوندو ادارو د شمېرو له مخې راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۱۹مې نیټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۴۹۳۶۴۸ تنو ته لوړ شو او د دغو کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ لا هم روانه ده.

د راپور له مخې د فبرورۍ له ۱۵مې تر ۱۹مې پورې د ۳۳۹۶ افغان کډوال چې ۱۲۴۵ یې نارینه، ۱۰۲۵ یې ښځې او ۱۹۱۴ یې ماشومان وو، خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د راپور په وینا دغه شمېر چې ټولټال ۲۱۰ کورنۍ کېږي، افغانستان ته د ورتګ پرمهال په ۱۲۴ موټرونو کې ستنېدلي دي.
له بل پلوه د فبرورۍ په ۱۳مې نیټې د اوچا په تازه خپور شوي راپور کې راغلي و، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې نږدې نیم مېلیون افغانان له پاکستانه بېرته راستانه شوي او په ۲۰۲۴کال کې اټکل کېږي، چې شاوخوا ۴۸۳،۵۰۰ افغانان به له پاکستانه راستانه شي چې ۹۸ سلنې سره به یې مرستې وشي.
اوچا وایي، چې اوس‌مهال شاوخوا ۶.۳ مېلیونه کسان په هرو اوو افغانانو کې یو یې د اوږدې مودې بې ځایه کېدو سره مخ دي، چې ډېرو یې د یوې لسیزې په اوږدو کې خپل کورونه پرېښي دي. دا په سویلي اسیا کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو تر ټولو لوی شمېر او په ټوله نړۍ کې دویم لوی شمېر دی.
تر دې وړاندې د فبرورۍ په ۳مه نېټه پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی و، چې د پنجاب صوبایي حکومت د بې اسناده افغان کډوالو د اوسېدو مودې د غځولو منظوري ورکړې ده.
سرچينې زياته کړې وه، چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ٢٠۲٤ کال تر مارچ پورې غځول شوې ده؛ خو دغه موده اوس د ختمېدو په درشل کې ده.
د سرچينې په وينا، پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د افغان حکومت په غوښتنه غځولې ده.
خو له بلې خوا بیا د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي.

نور خبرونه

رادیو