د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې تمه ده چې له پاکستانه ۴۸۳ زره او له ایرانه ۹۷۸ زره کډوال افغانستان ته راستانه شي.
دغې ادارې په افغانستان کې د بشري فعالیتونو او د راستنېدونکو کډوالو د بشري اړتیاو په اړه په خپل راپور کې لیکلي، ښايي دا شمېره نوره هم لوړه شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وړاندوینه کړې چې سږ کال به یو میلیون او څلور لکه او ۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شي.
د اوچا د راپور له مخې، تمه ده چې له پاکستانه ۴۸۳ زره او له ایرانه ۹۷۸ زره کډوال هېواد ته راستانه شي.
اوچا د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) په افغانستان کې د بشري فعالیتونو او د راستنېدونکو کډوالو د بشري اړتیاوو په اړه په خپل راپور کې لیکلي، چې ښايي دا شمېره نوره هم زیاته شي.
په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو او پر کوربه هېوادونو د فشارونو د کمولو لپاره د بشری مرستو زیاتوالي ته اړتیا ده.
د دغه راپور له مخې، په تېر نومبر میاشت کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د حکم له صادرېدو وروسته له ۴۸۳ زره زیات افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي.
اوچا او د دوی بشردوستانه همکاران د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم او سپین بولدک ښارګوټو کې سرپناه، خواړه او اوبه، مالي مرستې، روغتیایی خدمتونه، ښوونه او روزنه او رواني او ټولنیزې مرستې د کډوالو له لومړنیو اړتیاوو څخه ګڼي.
د یادولو ده، چې د اوچا د راپور له مخې د افغانستان له نیمایي څخه زیات نفوس شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه کسان به په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.