د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي دغه افغان کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک او د هرات د اسلام کلا له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت وايي، په دغو کډوالو کې چې ډېر شمېر یې په زور راستانه شوي، ماشومان هم پکې شامل دي.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د (سلواغي ۱۶مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ ۲۳۲ افغان کډوال په جبري ډول د سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي.
یاد وزارت وايي په یادو جبري راستانه شویو کډوالو کې ۲۰ کورنۍ چې شمېر یې ۱۰۳ تنه کیږي د سپین بولدک له لارې او ۲۴ کورنۍ چې شمېر یې ۱۲۹ تنه کیږي د تورخم له لارې هیواد ته راستنې شوې دي.
همدارنګه د کډوالو چارو وزارت ویلي چې د یک شنبې په ورځ ۸۳۸ تنه کډوال له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول د هرات د اسلام کلا له لارې راستانه کړل شوي.
له ایرانه په راستنو شویو کډوالو کې ۳۸ تنه بې سرپرسته ماشومان دي چې د کډوالو چارو وزارت له لوري په هرات کې د وار چایلډ موسسې ته سپارل شوي.
د کډوالو چارو وزارت ویلي چې، له پاکستان او ایرانه په جبري ډول راستانه شوي کډوال یې د کډوالۍ نړیوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپيژندلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له خوا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر لومړیو کې کډوالو ته د وتلو په خبرداري پسې تر اوسه پورې له دغه هېواد څلور لکه او ۸۱ زره ۲۵۶ افغانان د اوسېدو اسنادو نه لرلو په پلمه له دغه هېواده ایستل شوي دي.