د کندهار د سپين بولدک د ثبت او معلوماتو ادارې د راپور له مخې، یو زر او ۴۲۱ کورنۍ چې ټولټال ۷ زره او ۵۳۵ کسان کېږي او ۳۰۵ نور د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ازاد شوي وو، د ۳۵ ورځو په ترڅ کې له پاکستانه راستانه شول.
له بلې خوا دغه وزارت خبر ورکړی، چې له ایرانه تر زرو زیات کډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.
دغه وزارت وایي، په ايران کې مېشت ۴۸۱ افغانان د سلواغې پر ۶مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د هرات د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۱۳۵ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول.
دغه وزارت زیاته کړې، چې ۳۶ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ (جکړه ځپلو ماشومانو) ادارې ته ور وپېژندل شول.
د یوه بل خبر له مخې، ۲۶۳ افغان کډوال د سلواغې پر ۶مه نېټه په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.
د تورخم د سرحدي امریت د راپور له مخې، ۴۰ کورنۍ چې ټولټال ۱۹۱ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې دي.
له بلې خوا تېره ورځ پاکستانۍ رسنیو د دغه هېواد د اړوندو ادارو د شمېرو له مخې خبر ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۲۵مې نیټې له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۵۶۰۳ ته رسېدلی او د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.