د ۱۹۵۱ کال د اکتوبر شپاړلسمه د پاکستان په تاریخ کې یوه مهمه نېټه ده. په دې ورځ شاوخوا یولک کسان د راولپنډۍ په کمپنۍ باغ کې راټول وو چې د پاکستان د صدراعظم لیاقت علي خان وینا واوري.
د هغه د وینا په منځ کې یو چا توپانچه راوایسته او لیاقت علي خان یې په ټټر وویشت، ویې واژه. لیاقت علي خان د پاکستان په سیاسي تاریخ کې له محمد علي جناح وروسته دویم مهم شخصیت ګڼل کېږي.
د ده قاتل سید اکبر نومېده، د افغانستان اوسېدونکی و. دا خبره تراوسه نه ده معلومه شوې چې سید اکبر ولې دا قتل وکړ. ایا هغه یو اجرتي قاتل و او د بل چا له خوا قتل ته لمسول شوی و؟ ایا په دې خاطر یې قتل وکړ چې د تازه جوړ شوي پاکستان او افغانستان روابط خراب و او ده غوښتل پاکستان ته تاوان ورسوي؟ د
ې پوښتنو ته به نهایي ځواب مورخان ورکوي، مګر د دې پېښې یوه نتیجه دا وه چې په پاکستان کې مېشتو افغانانو باندې شکونه پیل شول او د افغانستان د هغه وخت د سلطنتي حکومت او پاکستان تر منځروابط یې، چې د پښتونستان مسلې کړکېچن کړي وو، لا زیات پېچلي کړل.
د دواړو ملکونو سیاسي روابط پېچلي شول خو د ډېورند کرښې کنټرول اسان نه و او په پراخه پیمانه د خلکو تګ راتګ ادامه ومونده. د ډېورند کرښه کله کله د یوه کلي له منځه تېره شوې ده، یو نیم ځای یې کلیوال یوې ډډې ته پرې ایښي دي او د کلیوالو کروندې بلې ډډې ته. پر دې سربېره د کرښې په اوږدو کې د پاکستان غاړې ته د ایجنسیو په نوم یو ډول نیم خودمختاره اداري واحدونه موجود وو چې پر کرښه یې د حکومتونو کنټرول ډېر مشکل کړی و.
د لیاقت علي خان له ترور وروسته هم، د انګریزانو د زمانې په څېر، د ډیورند د کرښې د ها غاړې خلک کابل، ننګرهار او نورو سیمو ته د کاروبار او تجارت لپاره راتلل او د افغانستان ګڼ اوسېدونکي د خوارۍ مزدورۍ لپاره پاکستان ته اوښتل. دغه شان د ژمي په موسم کې به په ډېر لوی تعداد کې د افغانستان کوچیان بنو، پېښور، دېره اسماعیل خان او نورو سیمو ته تلل.
په دې منځ کې به کله کله د دواړو حکومتونو سیاسي مخالفانو هم د یو بل په خاوره کې پناه واخیسته. د سلطنت په زمانه کې یو مشهور افغان شخصیت چې څه موده یې په پاکستان کې پناه واخیسته، پوهاند عبدالحی حبیبي و. پاکستان هلته زمینه ورته برابره کړه چې د افغانستان لپاره جمهوري نظام وغواړي خو پوهاند حبیبي په خپل تګ پښېمانه او افغانستان ته راستون شو. د سلطنت په زمانه کې تر ټولو مهم شخصیت چې له پاکستان څخه افغانستان ته راواوښت، خان عبدالغفار خان و.
د داوود خان د جمهوریت په زمانه کې په افغانستان کې له اخوان المسلمین سره اړوندو ځینو مهمو کسانو لکه برهان الدین رباني، مولوي محمد یونس خالص، ګلبدین حکمتیار او احمد شاه مسعود پاکستان ته پناه یووړه.
دغو کسانو ته پاکستان یوازې پناه ورنه کړه بلکې دا زمینه یې ورته برابره کړه چې په پنجشیر، لغمان او ځينې نورو ځایونو کې د افغانستان د حکومت خلاف مسلحانه عملیات وکړي.
په دغه وخت کې مشهور شاعر اجمل خټک او ځينې بلوڅ مشران چې پیروان یې د پاکستان له حکومت سره په وسله وال مخالفت بوخت وو، په افغانستان کې دېره وو.
د داوود خان د جمهوریت په وروستیو کې چې د افغانستان د حکومت او شوروي اتحاد روابط ساړه شول، د پاکستان او افغانستان په روابطو کې تاوتریخوالی کم شو او دې شي د یو بل له سیاسي مخالفانو په وسلوالو عملیاتو کې د استفادې اندازه هم خورا کمه کړه.
دا اټکلولی شو چې که د ثور کودتا نه وای شوې نو د افغانستان او پاکستان روابط به غالبا عادي شوي او د یو بل د سیاسي مخالفانو د ساتلو ضرورت به ختم شوی و خو د ثور کودتا او وروسته بیا د شوروي اتحاد یرغل اوضاع بالکل بدله کړه.
دا ځل د افغانستان خپل خلک د چپي حکومت غاړې ته ولوېدل، په ملیونونو افغانان پاکستان ته کډه شول او چین، لویدیځ ملکونه او د خلیج د غاړې عرب هېوادونه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو په کشمکش کې د پاکستان ټینګ پلویان شول.
پر افغانستان د شوروي یرغل او په پاکستان کې د میلیونو افغانانو پناه اخیستلو د پاکستان سیاسي او ستراتیژیک اهمیت خورا زیات کړ. پاکستان له دغه وضعیته د خپل اقتصادي، سیاسي او دفاعي دریځ د پیاوړتیا لپاره پراخه استفاده وکړه.
په تېرو څو څلوېښت کلونو کې چې په میلیونونو افغانان پاکستان کې دېره دي، پاکستان هیڅوخت د کډوالو د ایستلو دومره کلکه اراده نه وه کړې او د دې شي معنا دا ده چې په دا دومره موده کې یې د افغانانو شتون په خپل تاوان نه ګاڼه او بلکې په افغانستان کې یې د خپل نفوذ د ادامې لپاره د کډوالو په شتون کې خپله ګټه لیده.
په وروستیو ورځو کې د پاکستان حکومتي مقاماتو ویلي دي چې نه یوازې بې اسنادو کډوال باسي، بلکې د نورو کډوالو افغانانو د ایستلو اراده یې هم کړې ده.
د نوي دوران پیل
که پاکستان واقعا د ټولو افغان کډوالو د ایستلو اراده لري، نو دا به د افغانستان او پاکستان د خلکو او حکومتونو تر منځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي تعلقاتو د بیخي نوي دوران د پیل په معنا وي.
پاکستان په وروستیو کلونو کې په شریکه کرښه کې دوه مهم کارونه وکړل: یو یې په خپل اساسي قانون کې د ترمیم په راوستلو سره، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې، د کرښې په غاړه واقع د انګریزانو د وخت خاص اداري واحدونه یعنې ایجنسۍ ختمې کړې او بل یې په پوله باندې د اغزن سیم غځولو ته اقدام وکړ.
پاکستان په وروستیو ورځو کې د مهاجرو د ایستلو پر پرېکړې سربېره دا فیصله هم کړې ده چې کرښې ته نژدې پراته ولسونه به د پخوا په شان له پاسپورټ او وېزې تګ راتګ نشي کولی.
د دغو څلور واړو اقداماتو معنا دا ده چې پاکستان نور د کرښې د ټینګولو په فکر کې دی. دغه پېښه په سیاسي، اقتصادي او امنیتي لحاظ ژور اثرات لري چې په لنډه موده کې خو افغانان او د کرښې هاغه غاړې ته پراته ولسونه له جدي ستونزو سره مخامخ کولای شي، مګر که د پاکستان حکومت په رښتیا د ټولو مهاجرو په ایستلو کې جدي وي، نو بیا دا نتیجه هم لري چې د افغانستان په منځ کې د پاکستان نفوذ کمېږي.
ایا پاکستان ځکه نور د نفوذ زیاتولو اړتیا نه ویني چې په افغانستان کې طالبان شته او دوی د نفوذ لپاره نورو ذریعو ته اړتیا نه ویني؟ اوکه پرعکس، خپلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو پاکستان دومره په تنګ کړی دی چې نور نو د ځان راټولولو دوران پیلوي؟
په راتلونکو میاشتو کې به شاید دې پوښتنو ته یو څه واضح ځوابونه پیدا شي خو دومره ویلای شو چې د افغانستان د سخت ژمي په درشل کې د دومره ګڼو کډوالو شړل، د بیخي نوي دوران پیل دی.
داسې دوران چې نه د لیاقت علي خان له وژلو وروسته ورته پاکستان زړه ښه کړی و او نه یې په ۲۰۱۴ کال کې د ارمي سکول له قتل عامه وروسته څه داسې وکړل.
د پېښور د ارمي سکول د قتل عام په حادثه کې شپږو ترهګرو کابو یونیم سل کسان ووژل چې لوی اکثریت یې د پوځي مکتب ماشومان زدکوونکي وو. دغه پېښه په پاکستان کې تر ټولو کرغېړنه ترورستي حادثه ګڼل کېږي.
که څه هم هغه وخت پاکستان وویل چې په ترهګرو کې دوه کسه افغانان دي خو له افغان کډوالو سره یې دغسې تریخ چلند ونه کړ.
هغه وخت چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې وه، له کډوالو سره به ممکن په کافي اندازهمرستې شوې وای او ځای په ځای کول به یې اسانه وو. اوس یې راشړل، سختې جزا ته ورته دي.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.