طالبانو په وروستۍ یوه میاشت کې د شاوخوا ۱۸۲ میلیون افغانیو په ارزښت بېروج پلورلي دي

۲۱ ساعتونه مخکې

طالبانو په وروستۍ یوه میاشت کې د شاوخوا ۱۸۲ میلیون افغانیو په ارزښت د بېروجو د پلور خبر ورکړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د سې شنبه په ورځ راپور ورکړ، چې یادې ډلې په کونړ ولایت کې د بولۍ له لارې د ۹۲،۵ میلیون افغانیو په ارزښت ۹۱۱،۱۲ کیلوګرامه بېروج پلورلي دي.
یادې ډلې تر دې وړاندې د مرغومې میاشتې په ۱۰مه په نورستان ولایت کې د اتو میلیونو، د دغې میاشتې په ۲۵مه د ۴۱،۳ میلیونو او د روانې میاشتې په ۳مه هم د ۴۰،۴ میلیونه افغانیو په ارزښت سلګونه کیلوګرامه بېروج پلورلي دي.
د باختر خبري اژانس د راپورونو له مخې، د هرې بولۍ لس سلنه ونډه د حکومت بودیجې ته ورځي.
طالبانو په داسې حال کې د بېروجو پلور زیات کړی، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو د تېرې میاشتې په ۲۴مه نېټه د یو شمېر سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې د بېروجو کان «چور او تالان روان دی او ځايي طالب مسوولین خپله برخه په کې اخلي.»
د یادې ولسوالۍ ځینو قومي مشرانو هم ویلي و، چې ځايي طالبان په کابل کې له چارواکو سره له همغږۍ پرته په دې کان کې ښکېل دي.
سره له دې چې په کونړ کې اړوندو چارواکو د بېروجو د داوطلبۍ او پلور پروسه شفافه بللې ده، خو اوسمهال پر طالبانو نیوکې دا دي، چې یاده ډله په غیر معیاري او غیر مسلکي توګه د کانونو کېندنې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د بېروج او نورو قیمتي ډبرو ترڅنګ د زرګونه قیراطه زمردو د پلور خبر هم ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ۱۱ پړاونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو میلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان د معدنی زیرمو ارزښت نږدې یو ټریلیون ډالره اټکل شوی دی.
په جمهوریت کې د ناامنۍ له امله په حکومتي کچه ډېر کم د دې کانونو سپړل روان و، خو د طالبانو د ناامنۍ له امله بیا بې قانونه کېندل کېدل.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو او نړۍوالو بندیزونو سره دې ډلې د خپلو عوایدو لپاره په هر ولایت کې د کانونو سپړلو ته مخه کړې ده.
د راپورونو له مخې، په کونړ او نورستان کې د نفرایټ، کرومايټ، یاقوت او بېروجو پراخ کانونه شته، چې دا مهال یې هم په ناقانونه ډول کېندنې په پراخه کچه روانې دي.

نور خبرونه

رادیو