طالب چارواکی: د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړۍوالو موسسو فعالیتونه بند شوي دي

پرون

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال په افغانستان کې د هغو پنځوسو نړۍوالو موسسو د فعالیتونو د بندېدو خبر ورکړ، چې د امریکا په مرستو ولاړې وې.

عبداللطیف نظري له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د یاد شمېر موسسو فعالیتونه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې بند شوي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې بشردوستانه مرستې له سیاسي مسایلو جلا کړي.
نظري د امریکا مرستو بندېدو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې په دې تړاو د امریکا ګواښونه د طالبانو د حکومت پر پرېکړو کومه اغېزه نه لري.
هغه په ټینګار سره ویلي، چې د طالبانو اداره په بهرنیو مرستو پورې متکي نه ده او د نورو ابعادو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې خپلواکه او پر ځان بسیا ده.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له افغانستان سره د مالي مرستو د بندولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ د افغانۍ پر ارزښت منفي اغېزې کړي او په هېواد کې ډالر لوړ او د افغانیو ارزښت کم شوی دی.
د افغانستان انټرنشنل موندنې بیا ښیي، چې طالبانو په درېیو ورځو کې د افغانۍ د ثبات په موخه ۴۵ میلیونه ډالره لیلام ته وړاندې کړي‌.
دغې ډلې د تېرې شنبې په ورځ ۲۰ میلیونه او تېره ورځ د ۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو د لیلام اعلان وکړ.
د‌ طالبانو له دغو هڅو سره - سره بیا هم افغانۍ مخ په ځوړ روانه ده او ثبات یې پاشل شوی دی.
د افغانۍ د ثبات ساتلو مسلې طالبان دومره وارخطا کړي، چې د افغانستان بانک مشرانو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې له صرافانو سره له درېیو تر څلورو ګډې ناستې کړي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مسوولانو په یوه ناسته کې له صرافانو غوښتي، چې د احتکار او د اسعارو د قاچاق په مخنوي کې همکاري وکړي.
له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو له بندېدو وروسته بیا ‏د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وویل، چې د امریکا له‌خوا دوی سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې ناسمې دي او دوی یې په کلکه ردوي.
نوموړي دا هم وویل: «حقیقت دا دی، امریکا سره له دې چې اسلامي امارت هېڅ کومې پیسې نه دي ورکړي، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالره یې غصب او کنګل کړي دي.»
اخوا، د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې د امریکا له لوري د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ورکول کېدونکو نغدي کڅوړو د افغانیو ثبات ساتلی و او اټکل کېږي، چې نږدې راتلونکي کې به افغانۍ په بې سارې توګه نوره هم وغورځېږي.
په هېواد کې د نړۍوالو موسسو د بندېدو راپورونه په داسې حال کې خپرېږي، چې په افغانستان له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې بېلابېلو نړۍوالو ادارو د افغانستان په بېلابېلو برخو لکه پوهنې، روغتیا، بشري حقونو او لسګونه نورو مواردو کې د موسسو له لارې همکارۍ کولې او زرګونو کسانو ته یې په کې د کار زمینه برابره کړې وه.
اندېښنې دا دي، چې که په افغانستان کې دغه بندیزونه دوام وکړي اقتصادي ناورین به رامنځته شي.

نور خبرونه

رادیو