ډونالډ ټرمپ او نریندرا مودي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ د مخکینۍ دورې پر مهال یې نږدې اړیکې درلودې تازه ټلېفوني خبرې کړې او په سپینه ماڼۍ کې یې پر لیدو کتو سلا هم کړې ده.
سپینې ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لوريو د (سلواغې ۸مه) په دې ټلېفوني خبرو کې د سوداګرۍ پر پیاوړتیا، د وسلو پر پیر او پلور او همدا راز واشنګټن ته د مودي پر راتلونکې سفر خبرې کړې دي.
سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې لیکلي، ټرمپ پر دې ټینګار کړی چې "د عادلانه دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو په لور پرمختګ" اړین دی او همدارنګه یې د امریکا د جوړ شوي امنیتي تجهیزاتو په پېرلو کې د هند پر رول هم خبرې کړې دي.
مودي پر خواله رسنۍ اېکس کې لیکلي: "موږ د متقابل باور لرونکي ملګرتیا ته ژمن یو. موږ به د خپلو خلکو د هوساینې او د نړیوالې سولې،پرمختګ او امنیت لپاره ګډ کار وکړو."
په دغو ټلېفوني اړیکو کې د همکاریو د پراختیا تر څنګ دواړو لوریو د وسلو د پیر او پلور په تړاو هم خبرې کړي ؛ خو په خبرپاڼه کې یې په تړاو نور جزیات نه دي لیکل شوي.
د مودي او ټرمپ نږدې اړیکې
مودي د نړۍ له هغو لومړنیو مشرانو څخه و چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړنۍ بریا او د هغه د وروستۍ لوړې مراسمو وروسته یې ورته مبارکي ورکړه او ټرمپ یې "ګران ملګری" یاد کړ.
په ۲۰۱۹ کال کې مودي او ټرمپ د امریکا په هیوسټن کې د "هوډي مودي" په نوم غونډه کې ګډون وکړ، چې هلته ټرمپ شاوخوا ۵۰ زره هندي توکمه امریکایانو ته ویناوکړه. دغه غونډه د امریکا او هند د اړیکو لپاره یوه مهمه شیبه ګڼل شوې وه.
ورپسې په ۲۰۲۰ کال کې د هند په ګجرات ایالت کې د "نمستې ټرمپ" په نوم غونډه ترسره شوه، چې ټرمپ په کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکوپر پیاوړتیا ټینګار کړی و.
د امریکا او هند ګډې ګټې څه دي؟
د امریکا او هند اړیکې په تېرو څو حکومتونو کې پیاوړې شوې دي، ځکه دواړه ډیموکراټیک حکومتونه د چین د مهارولو لپاره ګډې موخې لري.کارپوهان وایي چې دغه شریکې موخې به د دواړو هیوادونو ترمنځ امنیتي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. هند د بایډن حکومت پر مهال له امریکاڅخه په میلیاردونو ډالر پوځي تجهیزات اخیستي وو.
اټکل کېږي چې ښايي سوداګریزې اړیکې د دواړو لوریو ترمنځ ممکن لا پېچلي شي. ټرمپ هم مهاله د تعرفو د بهرني سیاست د وسیلې په توګه د کارولو لېوالتیا ښودلې ده.
د بهرني سیاست کارپوه، سي راجا موهان، وایي: "ټرمپ مخکې هند د تعرفو پاچا بللی و او د متقابلو مالیاتو سیستم پلي کول غواړي، چې دا کار به د دواړو هیوادونو سوداګریزې اړیکې پیچلې کړي."
د امریکا او هند د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه هر کال له ۱۹۰ میلیاردډالرو څخه زیاته ده او امریکا د هند د صادراتو لپاره تر ټولو لوی بازار ګڼل کېږي.
که ټرمپ د هند پر صادراتو درنې تعرفې ولګوي، دا کار به د هند پر کورنیو کارځایونو ناوړه اغېز پرې باسي.