د ملګرو ملتونو سرمنشي د غزې د دوه نیم زره ماشومانو د بېړنۍ تخلیې غوښتنه کړې

۵ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) د غزې له جګړه ځپلو سیمو څخه د ۲۵۰۰ ماشومانو د سملاسي روغتیايي تخلیې غوښتنه وکړه.

دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوه چې نوموړي د امریکایي ډاکترانو له یوې ډلې سره وکتل. دغو ډاکترانو خبرداری ورکړ چې یادماشومان د روغتیایي ستونزو له کبله په راتلونکو اونیو کې د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي.
دغه څلور ډاکټران چې په رضاکارانه ډول یې په غزه کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي د ماشومانو د روغتیايي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي. د دوی د راپور له مخې له ۱۵ میاشتو راهیسې د اسراییلو او د فلسطیني وسلوالې ډلې حماس ترمنځ جګړې د غزې روغتیايي سیسټم سخت زیانمن کړی او له امله یې د دوه میلیونو څخه د زیاتو خلکو ژوند له سختو ننګونو سره مخ شوی دی.

ماشومان د مرګ په درشل کې

فیروز سیدوا چې د امریکا د کلفورنیا ایالت یو جراح ډاکټر دی او د تېر زېږدیز کال د مارچ له ۲۵مې څخه د اپرېل تر ۸مې یې په غزه کې طبي خدمتونه ترسره کړي وایي: "شاوخوا ۲۵۰۰ ماشومان په راتلونکو اونیوکې د مرګ له جدي خطر سره مخ دي. ځینې یې همدا اوس مري، ځینې یې سبا مري او ځینې به څو ورځې وروسته مړه شي."
نوموړي زیاته کړه چې ډېر دغه ماشومان یوازې اساسي درملنې ته اړتیا لري.
سیدوا د یو درې کلن ماشوم قضیه یاده کړه چې لاس یې سوځېدلی و. که څه هم د سوځېدنې زخمونه یې ښه شوي و؛ خو د بافتونو سختوالي د وینې جریان بند کړی، چې د لاس د پرې کېدو له خطر سره مخ دی.
عایشه خان چې د امریکا په سټانفورډ روغتون کې بیړني خدمتونه وړاندې کوي او د نومبر له پای څخه د جنورۍ تر لومړۍ نېټې یې په غزه کې د ډاکټرې په توګه کار کړی، هغې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې ګڼ ماشومان د اندامونو د پرې کېدو له امله له فزیکي ستونزو سره مخ دي.
هغې د دوو خویندو انځور وښود چې دواړه یې د اندامونو د پرې کیدو له ګواښ سره مخامخې دي‌ او یوه ویلچیر څخه ګډ کار اخلي. دا دوه ماشومان په یوهبرید کې سخت ژوبل شوي چې په کې یې مور او پلار هم وژل شوي دي. خان وویل: "یوازینۍ هیله یې دا ده چې دوی ژوندي پاتې شي، د دوی سمدستي طبي تخلیه ده."
نوموړې د امنیتي محدودیتونو یادونه وکړه چې د ماشومانو له یوه سرپرست څخه د زیاتو کسانو سفر ته اجازه نه ورکوي.
رضاکار ډاکټران ټینګار کوي چې باید د غزې د ناروغانو د طبي تخلیې لپاره یو شفاف او منظم میکانیزم رامنځته شي.
ثائر احمد چې د امریکا د شیکاګو ایالت یو بیړنی ډاکټر دی او د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې یې په غزه کې کار کړی ویلي: "د اوربند د موافقې له مخې باید د ناروغانو د تخلیې لپاره یو سېسټم رامنځته شوی وای، خو تر اوسه موږ د دغې پروسې روڼتیا او شونتیا نه وینو."

نور خبرونه

رادیو