واشنګټن کې د الوتکې له غورځېدو وروسته، د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړ او له ترانسپورت وزارت او د فدرالي هوايي چلند ادارې یې وغوښتل چې په تېرو څلورو کلونو کې د ټولو ګومارنو او د خوندیتوب پروتوکولونو کې د بدلونونو په اړه بیاکتنه وکړي.
ټرمپ، دې ته په اشارې سره چې د بایډن ادارې د ګومارنې په بهیر کې د وړتیا د مخنیوي لپاره د تنوع او برابرۍ پروګرام پلي کړی و، وویل چې د واشنګټن د الوتکې غورځیدل د بایډن او اوباما ادارې له خوا د «ستونزو او احتمالي ناقانونه» پریکړو پایله وه چې د فدرال په مشرۍ د هوايي چلند ادارې کې د مسلکي وړتیاوو د کمېدو لامل شوه.
د پنجشنبې په سهار د امریکا یوه مساپر وړونکې الوتکه د هوا په مینځ کې هغه مهال له یوې چورلکې سره ټکر شوه کله چې د ځغاستلېکې ته نږدې شوه او د واشنګټن ډي سي بهر د ریګن ملي هوایی ډګر ته نږدې د پوټومیک سیند ته ولویده.
په الوتکه کې ۶۰ مساپر او څلور د عملې غړي سپاره وو، او درې سرتیري هم د پوځ په چورلکه کې سپاره وو.
د واشنګټن ډي سي د اور وژنې مشر ویلي، چې تر اوسه پورې په الوتکه کې د ۲۷ کسانو او په چورلکه کې د یو کس مړي موندل شوي دي.
امریکايي چارواکو په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، چې احتمال لري د الوتکې او چورلکې په ټکر کې ټول مساپر مړه شوي وي، او ویې ویل چې د ژغورنې عملیات د مړو د موندلو په برخه کې روان دي.