په فلسطین کې د حماس وسله والې ډلې د خپلې پوځي څانګې القسام د لوا مشر محمد الضعیف ابو خالد د اسراییل له خوا د پنځلسو میاشتو عملیاتو په ترڅ کې د وژل کېدو خبر تایید کړ.
د القسام لوا ویاند ابو عبیده د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیویي بیان کې د محمد الضعیف د وژنې راپور ورکړ.
د القسام ویاند ابو عبیده په خپلو خبرو کې د محمد الضعیف مرستیال مروان عیسی هم د القسام د لوا د نورو لوړ رتبه قوماندانانو غازی ابو طمع، راید ثابت، رافع سلامه، احمد الغندور او ایمن نوفل د وژل کېدو اعلان هم وکړ.
د ابو عبیده په وینا چې محمد الضعيف او د پوځ مرستيال مروان عيسي تېر كال په غزې تړانګه كې په يو هوايي بريد كې ووژل شول.
د یادولو وړ ده چې اسراییلي پوځ د تېر کال په جولای میاشت کې د محمد الضعیف د وژل کېدو اعلان کړی وو.
د غزې په تړانګه کې د الموسي په کمپ کې د اسراييلي پوځ له خوا پر يوې ودانۍ سخت هوايي بريدونه شوي وو چې په نتيجه کې يې ۹۰ فلسطينيان ووژل شول او تر ۳۰۰ زيات ټپيان شول.
اسراییلي پوځ ادعا کړې وه، چې محمد الضعیف او رفیع سلامه یې په دغه برید کې وژلي دي، خو د حماس له خوا دغه ادعا نه وه تایید شوې.
محمد الضعیف څوک وو؟
د القسام لوا مشر محمد الضعیف ابو خالد په ۱۹۶۵ کال کې د غزې په خان یونس کې زېږېدلی وو.
محمد الضعیف په ۱۹۸۷ کال کې د فلسطین له حماس سره یو ځای شو او د حماس د پوځي څانګې القسام بنسټ ایښودونکو څخه ګڼل کیږي.
په ۲۰۰۲ کال کې د اسراییل په یوه برید کې د القسام لوا د مشر صالح له وژل کېدو وروسته، محمد الضعیف د القسام د لوا مشر شو او له هغه وخت راهیسې د اسراییل له خوا تر تعقیب لاندې وو.
د محمد الضعیف له وژل کېدو وړاندې د هغه لږ انځورونه موجود وو او هغه هېڅکله په عام محضر کې نه وو څرګند شوی، حتی د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه د طوفان الاقصی د عملیاتو په پیل کې یوازې د هغه غږیز پیغام خپور شو.
د حماس د پوځي څانګې مشر محمد الضعیف هم د اکټوبر د اوومې د حملې طراح بلل کېږي.
نه یوازې دا، بلکې محمد الضعیف په غزه کې د حماس د تونلونو او راکټونو د شبکې د جوړولو مسوول هم ګڼل کېږي.
محمد ال ضعیف د اسراییل له خوا له ۷څخه زیاتو بریدونو کې د ژوندي پاتې کېدو له امله د «نهه ځل ژوند واله» په نوم یاد شوی دی.
په دغو مرګونو بریدونو کې محمد الضعیف یوازې ټپي شوی وو او یوه سترګه یې هم زیانمنه شوې وه، مګر د هغه مېرمن، یو زوی او یوه لور یې ووژل شول.