د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وایي، چې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په ختیځ سومي ښار کې د استوګنې په بلاک د روسیې د بې پیلوټه الوتکې برید له امله نهه کسان وژل شوي چې درې یې عمر خوړلي دي. په دغه برید کې ۱۳ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

مسکو د اوکراین ښارونه د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې نږدې هره ورځ په لسګونه توغندیو او بې پېلوټه الوتکو په نښه کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دغه برید په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: "دا یوه وحشتناکه تراژیدي ده، د روسیې یو وحشتناک جنایت دی. دا ډېره مهمه ده چې نړۍ د دې ترهګرۍ لپاره په روسیه فشار راوړي."

د اوکراین ملي پولیسو وویل، چې د لټون عملیات له ۱۹ ساعتونو وروسته پای ته ورسیدل او ژغورونکو په کنډوالو کې نهه جسدونه او ۱۳ کسان ټپیان وموندل.

اوکرایني څارنوالانو وویل، چې په وژل شویو کې درې جوړې – نارینه او ښځینه شامل دي، چې عمرونه یې د ۶۱ او ۷۴ کلونو ترمنځ دي.

د سیمي څارنوالۍ دفتر ویلي، په وژل شویو کې یوه ۳۷ کلنه ښځه هم شامله ده، په داسې حال کې چې د هغې اته کلنه لور ټپي شوې ده.

سومي ښار د اوکراین په شمال ختیځ کې له روسیې سره پر پوله پروت دی او په دوامداره توګه د مسکو له خوا په نښه کېږي. له جګړې څخه مخکې شاوخوا دونیم لکه خلک دلته اوسېدل.