د ټرمپ مرستیال: افغان کډوال له ارزونو پرته نه شي کولی امریکا ته راشي

۱۶ ساعتونه مخکې

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس له سي بي اېن سره په مرکه کې ویلي، یو شمېر هغه افغان کډوال چې امریکا ته تللي له امنیتي اړخه یې د کډوالۍ اسنادونه په سمه توګه ارزول شوي نه دي او اندېښنې یې رامنځته کړي.

نوموړي د افغان کډوالو د لېږد د پروګرام د ځنډولو په اړه د ټرمپ له پرېکړې په پرېکنده توګه دفاع او ملاتړ وکړ.
د ټرمپ یاد مرستیال زیاته کړه: «زه باور نه لرم چې د ټولو کډوالو اسنادونه دې په سمه توګه ارزول شوې وي. داسې شواهد شته چې ښيي له دغو کسانو څخه یو شمېر یې ان د ترهګریزو بریدونو موخه لري.»
هغه په اوکلاهما کې مېشت افغان کډوال نصیر احمد توحیدي ته چې د امریکا د ټاکنو په ورځ د ترهګریز برید په ترسره کولو تورن دی اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه مورد دې ښکارندویي کوي چې د کډوالو د ارزونې بهیر ناقص و.
ونس زیاته کړه: «د کډوالۍ ډېری دوسیې د ارزونې د کیفیت له نظره ستونزې لري. مونږ نه شو کولی چې له پوښتنې پرته زرګونو کسانو ته په خپل هېواد کې ځای ورکړو.»
د سي بې اس شبکې خبریال وویل، چې د دغو کسانو دوسیې څېړل شوي دي، خو د ټرمپ مرستیال په کنایې سره وویل: «بلکل د هغه کس په شان چې څه موده مخکې یې د برید موخه درلوده؟ د هغه دوسیه په ظاهره توګه په سمه توګه ارزول شوې وه.»
دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې په ورځ یوه امریکایي چارواکي رویټرز ته وویل، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه فرمان له امله چې د بهرنیو مرستو بندېدو امر یې کړی، د څه باندې ۴۰ زرو افغانانو الوتنې ځنډول شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې یاد شمېر کسان متحده ایالاتو ته د لېږد لپاره مستحق دي.
د ټرمپ دغه پرېکړه د دې لامل شوې ده، چې زرګونه کسان په افغانستان، پاکستان، البانیا او قطر کې بې برخلیکه او په ناسم وضعیت کې پاتې شي.
له دې سره، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې واشنګټن پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دغه هېواد سره د ۲۱ میلیارد ډالرو مرسته کړې ده.
دغه پیسې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو، امریکا ته د افغان کډوالو د لېږدولو او د ارزي شتمنیو په برخه کې لګول شوي دي.
ټرمپ په ۲۰۲۴ کال کې د خپلو ټاکنیزو سیالیو پرمهال ژمنه کړې وه، چې د کډوالۍ قوانین به سخت کړي.

نور خبرونه

رادیو