د ملګرو ملتونو د افغانستان استازولۍ (یوناما) مقاومت او ازادۍ جبهې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو دوو میاشتو کې د هغو بریدونو مسوولې ګڼلې، چې ملکي وګړو ته پکې زیان اوښتی.
یوناما وايي، د مقاومت جبهې په دوو بریدونو کې یو ملکي کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
په لومړي برید کې، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۵مه، په تخار ولایت کې د یوه ښوونځي مخې ته ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل چې څلور نجونې، دوه هلکان، یو بالغ سړی او دوه طالبان پکې ټپیان شول. د یوناما په وینا، مقاومت جبهې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
دویم برید د ډسمبر پر ۲۸مه د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې وشو، چې یو ملکي کس پکې ووژل شو او څلور نور ټپیان شول. یوناما ویلي چې مقاومت جبهې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
د ډسمبر پر ۲۱مه په تخار ولایت کې په ډیران کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله یو ملکي سړی ټپي شو. یوناما ویلي چې د ازادۍ جبهې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
تر اوسه مقاومت او ازادۍ جبهو د یوناما د رپوټ په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې داعش خراسان ډله هم په ملکي تلفاتونو تورنه ده.
د نومبر پر ۲۱مه په بغلان او د ډسمبر پر ۱۱مه په کابل کې په دوو بریدونو کې چې داعش خراسان یې مسوولیت منلی، لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. په دغو بریدونو کې زیاتره قربانیان ملکي وګړي وو.
یوناما وايي، چې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو دوو میاشتو کې دوه نور بریدونه هم شوي چې ملکي وګړي یې زیانمن کړي، خو د هغو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
د بیان ازادۍ ته متوجه ګواښونه
رپوټ وايي، یونامااو د بشري حقونو د څار دفتر د نومبر پر ۲۶مه په « افغانستان کې د رسنیو ازادۍ» په اړه یو رپوټ خپور کړ، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې موده پوښي. په رپوټ کې راغلي، چې د طالبانو د فرمانونو له امله د رسنیو په محتوا او چارو کې مداخلې د رسنیو ازادۍ ته جدي زیان رسولی دی.
رپوټ وايي، د طالبانو له خوا پر ښځینه خبریالانو اضافي محدودیتونه لګول شوي او هغوی ته د معلوماتو لاسرسی د نارینه خبریالانو په پرتله ډېر ستونزمن شوی دی. دغو محدودیتونو ښځینه خبریالانې یوازې د دفتر په کارونو پورې محدودې کړې دي.
رپوټ وايي، ښځینه خبریالانې ډېری وخت د طالبانو د حکومت له خوا جوړو شویو خبري غونډو ته نه بلل کېږي یا هغوی ته ویل کېږي چې په شاتنۍ برخه کې کښیني. همدارنګه، ځینې طالب چارواکي له ښځینه خبریالانو سره له خبرو او مرکو کولو ډډه کوي.
یوناما وايي، د رسنیو ستونزې د عوایدو د کمېدو او بهرني تمویل د پای ته رسېدو له امله لا هم ډېرې شوې دي.
رپوټ وايي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پليتابه د رسنیو ازادي نوره هم محدوده کړې ده.
پر ښځو بندیزونه او روغتیايي ستونزې
یوناما په خپل رپوټ کې وايي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د ناورین حد ته رسېدلی، ځکه طالبانو د هغوی پر زده کړو، کار او عام ژوند سخت بندیزونه لګولي دي.
یوناما وايي، چې په طبي انسټیټیوټونو کې د ښځو پر زده کړو له بندیز وروسته له ۳۶ زرو زیاتو قابلو او درې زرو نرسانو خپلې زده کړې نیمګړې پرېښودې، چې له امله یې په میلیونونو افغان ښځو ته د روغتیایي خدماتو لاسرسی له جدي خطر سره مخ دی.
یوناما په خپل رپوټ کې وايي، چې په ټولنیز ژوند کې د ښځو ضد بندیزونه ورځ تر بلې ډېرېږي.
رپوټ وايي، په ډیری ځایونو کې ښځې له دوکانونو، کلینیکونو او رستورانتونو څخه بېرته راګرځول شوې دي ځکه محرم ورسره نه و.
په سمنګان ولایت کې چارواکو موټر چلوونکو ته امر کړی چې ښځې په موټرو کې پر مخکینۍ څوکۍ د کښېناستو اجازه نه لري او په کندهار کې بیا رستورانتونو ته لارښوونه شوې چې د کورنیو د ښځو او نارینه وو ترمنځ بېلتون راولي. رپوټ وايي، چې په ځینو روغتونونو کې ښځینه نرسانې له بېړنیو څانګو ایستل شوې او ورته ویل شوي چې یوازې د ښځو په ځانګړو برخو کې کار وکړي.
په اقتصاد کې د ښځو ونډه هم په چټکۍ سره کمه شوې. یاد رپوټ وايي، چې طالبان ښځینه کارکوونکو ته د کار جوازونه نه ورکوي او ښځینه دوکانونه د بندېدو امرونه ترلاسه کوي.
رپوټ وايي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي، چې جبري ودونه، ناموسي وژنې او کورنی تاوتریخوالی پکې شامل دي.
رپوټ د طالبانو له خوا په عام محضر کې اعدامونو، دُرو وهلو او ورته نورو سزاګانو ته هم اشاره کړې ده.