د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده په کندهار کې یوه تازه وینا کې وویل چې لویدیز ځواکونه په خپله خوښه له افغانستانه نه دي وتلي، بلکې «د جهاد په توره لاړل».
نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د کندهار په «جهاديه مدرسه» کې د طالبانو د فراغت په غونډه کې وکړې.
ملا هبتالله اخوندزاده په خپله وینا کې د طالبانو اوسنی نظام د سپېڅلو قربانیو او جهاد پایله وبلله.
هغه زیاته کړه: «دا نظام په سوال نه دی راغلی، نه په میراث او نه هم په انډیوالي کې چا راکړی. دا د مقدسو وینو او جهاد په نتیجه کې راغلی».
له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د غونډې لپاره میرویس روغتون ته نږدې سیمو نه تر منډیګک ماڼۍ او جهاديه مدرسې پورې ټول سړکونه د موټرو او موټرسایکلونو پر مخ له دوو ورځو راهیسې تړل شوي.
د دوشنبې په ورځ سلګونه کسان پلي روان وو، چې د طالبانو په فراغت غونډه کې د خپل کم لیدل کېدونکي مشر وینا واوري.
ملا هبتالله اخوندزاده، چې ډېر وخت له خلکو او رسنیو ځان لرې ساتي، په دې وینا کې د طالبانو د بري روایت بیا تایید کړ او د طالبانو د اوسني نظام ټینګښت یې د خپلو قربانیو ثمره وګڼله.
اخوندزاده، چې د وینا یوه غږیزه نسخه یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، په غیر مستقیم ډول وايي، چې طالبان د خدای هغه جماعت دی، چې د بخاري شریف د روایت له مخې به امت ساتي.
هغه زیاته کړه، « په امت کې به خدای یو جماعت ساتي، په حق به ولاړ وي، هیڅوک به یې پر وړاندې نه شي دریدلای، که شرق یې پر وړاندې دریږي او که غرب، تاوان نه شي ور رسولای، دا زموږ باور دی، هغه دا علماء او مجاهدین دي، چې د خدای لاره کې جهاد کوي».
د طالبانو دغه مشر په دې وروستیو کې له ښځو سره د ناوړه چلند او ښځضد فرمانونو له امله د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو تر پراخو نیوکو لاندې دی.
د جرمونو نړیوالې محکمې د همدغه چلند له امله د نوموړي او د هغه د قاضي القضات د نیولو د غوښتنې حکم صادر کړی.
خو مولوي هبت الله په دې وینا کې د لویدیزوالو څرګندونو ته ارزښت نه ور کوي او د اسلام او شریعت ټینګښت غواړي.
اخوندزاده په خپله وینا کې د طالبانو د نظام پر خوندیتوب ټینګار کړی او هر « جهادي بری» د اسلام په لوړتیا کې ویني. هغه زیاتوي، « هره جهادی کامیابي د اسلام په لوړوالي کې ده، اوس چې خدای کامیاب کړو، اوس به کلمه الله لوړوو».
د کندهار جهادیه مدرسه چې له دې وړاندې میخانیکي لېسه وه او د منډیګک ماڼۍ ترڅنګ واقع ده، د جنوبي زون په کچه تر ټولو ستره مدرسه ګڼل کیږي.