د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر له افغاني شرکتونو سره د بامیان د سرب او جستو د پنځو بلاکونو تړونونه د یو میلیارد او نږدې اته سوه میلیون افغانیو په ارزښت لاسلیک کړل.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې د دې کاني موادو پروسس به ۱۰۰ سلنه په افغانستان کې تر سره کېږي.
اړوند وزارت نن دوشنبه «د سلواغې ۷مه» د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د یو میلیارد ۷۹۷ میلیونه ۵۹ زره ۵۰۰ افغانیو په ارزښت او د درې میلیونه، ۸۶۳ زره او ۷۸۶ کیلومترو په مساحت، د بامیانو د یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو د پنځو بلاکونو تړونونه لاس لیک شول.
طالبانو د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو د پنځو بلاکونو تړونونه د افغان جرمن، الحرمین، ګاما ایګل، کندهار خوګیاڼي او موسا سلطان شرکتونو له استازو سره لاسلیک کړي دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هدایت الله بدري د یادو تړونونو د لاسلیک کولو پر مهال ویل:« د پنځو کانونو تړونونه د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کېږي، که شرکتونه د کانونو د اصولو او کړنلارې مطابق خپلې ژمنې پوره کړي؛ نو د دویم ځل لپاره به یې بیا هم تړونونه نوي شي.»
بدري زیاته کړې چې له شرکتونو سره د هوکړې پر اساس، پروسس به یې ۱۰۰ سلنه د هېواد د دننه کېږي او د سرغړونې په صورت کې به تړون پای ته رسیږي.
د بدري په وینا، د یادو پروژو په پلي کېدو سره به سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او په یادو کانونو کې د طالبانو ونډه ۵۱ سلنه ده.
د خبرپاڼې له مخې طالبانو د سر درګشتک سیمې د سرب او جست بلاک تړون له موسا سلطان کانونو او پروسس شرکت سره د روزګان د ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو په بدل کې کړی دی.
همدراز؛ د پامی ککرک کاني سیمې تړون له افغان جرمن باختر شرکت سره د کندهار په ارغستان کې د ۶۰ کیلومتره بای پاس لویې لارې او د برېښنا اوبو بند د جوړولو په بدل کې او د سرسرخک کاني سیمې تړون له ګاما ایګل کانونو شرکت سره د خواف – هرات ریل پټلۍ د دویمې او څلورمې برخې د ۴۷.۳ کیلومتره په اوږدوالي او په میدان وردګو پوهنتون کې د یو معیاري تدریسي روغتون د جوړولو په بدل کې لاسلیک شوی دی.