د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې په کې ویل شوي وو د افغان نجونو لپاره د پاکستان سکالرشیپونو سره د طالبانو لهخوا مشروطه هوکړه شوې ده.
تر دې وړاندې ځینو رسنیو د طالبانو او پاکستان تر منځ نجونو ته د مشروطو بورسیو د ورکړې په اړه خبرونه خپاره کړي وو.
یو شمېر رسنیو د پاکستاني چارواکو له حوالې لیکلي و، په افغانستان کې د طالبانو حکومت ورسره هوکړه کړې چې افغان نجونو ته په دې شرط په پاکستان کې د لوړو زدهکړو اجازه ورکړل شوې چې ورسره دې یو نارینه محرم ته هم ویزې ورکړل شي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت دغه ادعا په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې دغه وزارت د پاکستان په ګډون د هېڅ کوم بل هېواد سره د نجونو لپاره د سکالرشیپونو تړون نه لري.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره کاږلي، که دغه سکالرشیپونه هلته مېشتو پخوانیو افغان کډوالو ته په پام کې نیول شوي وي؛ دا موضوع د دوی د کومې ادارې سره په هوکړه کې نه ده ترسره شوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ډول بې بنسټه ادعاوې د دوی په وړاندې د ځینو «مغرضو کړیو پروپاګند دی چې حقیقت نه لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د افغان نجونو او هلکانو لپاره ۴۵۰۰ تعلیمي بورسونه یا سکالرشېپونه اعلان کړي، چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په ګډون ورته د پاکستان په ځینو ښارونو کې هم له افغانانو څخه ازموینې اخیستل کېږي.