د غزني یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د وروستي دریځ پرضد مظاهره کړې ده.
مظاهره کوونکو د یادې محکمې پرېکړه له اسلام سره دښمني او سیاسي موضوع بللې ده.
د غزني ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نن یکشنبه «د سلواغې ۷مه» پر خپل اېکس لیکلي چي د غزني ولسونو د یوې مظاهرې په ترڅ کې د طالبانو د دوو مشرانو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې وروستۍ پرېکړه وغندله.
یاد طالب چارواکی وايي، چې « ګډونوالو د جرمونو نړیوالې محکمې وروستۍ پرېکړه له اسلام سره ښکاره دښمني او خپلو سیاسي اهدافو ته د رسېدو ناکامه هڅه یاده کړه».
د طالبانو پلویانو په دې مظاهره کې له ځانونو سره بنرونو کې لیکل شوي شعارونه هم لېږدول.
پر یوه بنر لیکل شوي و، « افغان مجاهد ولس د نړیوالې جنايي محکمې وروستۍ پرېکړه او بې بنسټه تورونه په کلکو ټکو غندي او ردوي یې».
په غزني کې ځینو ځايي اوسېدونکو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځینې ځوانان، مشران او خپل کارکوونکي هڅوي چې د یکشنبې په ورځ د هبت الله او عبدالحکیم حقاني د نیولو د غوښتنې په اړه د جرمونو نړيوالې محکمې د پرېکړې په غبرګون کې لاریون وکړي.
طالبانو تېره ورځ د سلواغې ۶مه په بامیان کې یو شمېر نارینه او ښځې هڅولي وو، چې د دې ډلې د مشر، هبت الله اخوندزاده په ملاتړ د جرمونو نړیوالې محکمې د غوښتنې پر ضد مظاهره او لاریون وکړي.
سره له دې چې د طالبانو له خوا په لاریونونو کې د ښځو پر ګډون بندیز لګول شوی خو په بامیان کې سیمه ییزو طالبانو ځینې ښځې هڅولې وې، چې د ملا هبت الله اخوندزاده په ملاتړ لاریون کې برخه واخلي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د بامیان ولایت لپاره د طالبانو والي او د استخباراتو رییس د دغه ولایت یو شمېر شیعه وګړي اړ کړل چې د هاګ محکمې د پریکړې پر ضد لاریون وکړي.
د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال د بشري ضد جرمونو او له ښځو سره د سیستماتیک ظلم په تور د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د دې ډلې د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم صادرولو غوښتنه کړې ده.