د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره د خپلو لیدنو په ترڅ کې د دې ډلې له دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد سره ولیدل.
د طالبانو په وینا، په دې ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو، اقتصادي همکاریو د پراختیا او سرحدي مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي نن یکشنبه « د سلواغې ۷مه» وویل چې عباس عراقچي له یعقوب مجاهد سره ولیدل او پر دوه اړخیزو سرحدي مسایلو یې خبرې وکړې.
د یاد وزارت د چارواکو په وینا، د لیدنې پرمهال یعقوب مجاهد ایران او افغانستان د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه چې "ډیر مشترکات" لري تشریح کړل او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د طالبانو دفاع وزارت په خپله مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په دې ناسته کې له طالبانو سره د اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په سهار د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېد.
افغانستان ته د هغه د سفر موخه پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې اترې بلل کیږي.
د دغه یو ورځني سفر په جریان کې هغه دمخه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د دې ډلې له رییس الوزرا سره لیدلي دي.
ټاکل شوې ده چې عباس عراقچي به د طالبانو له نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري او خبرې اترې وکړي.