په خوست کې د کرنې ریاست مسوولان وايي چې د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې د ګنیو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
ځايي مسوولان وايي، چې سږ کال له ۱۵۲ جریبه ځمکې څخه نږدې ۳۶۰ ټنه د ګنیو حاصل ترلاسه شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي خبري اژانس نن یکشنبه «د سلواغې ۷مه» د خوست د کرنې ریاست د مسوولانو په حواله لیکلي چې د کرنې ریاست د ترویج مدیر د ګوړې او بورې کارخونو جوړېدل د ګنیو حاصلاتو د لا ښهوالي لپاره مهم بللي.
په همدې حال کې د خوست ځیني بزګران د بازار موندنې د ستونزو یادونه کوي او غوښتنه لري، چې په دې برخه کې اړوندې ادارې او پانګوال همکاري وکړي.
ګروند ګر زیاتوي، چې که د اصلاح شویو تخمونو مرسته ورسره وشي، د ګنیو تولید به لا ډېر شي.
د یادونې ده چې ګني د افغانستان په ختیځو ولایتو کې زیات کرل کېږي او اوس په خوست کې هم د کروند ګرو پام ور اوښتی.
په ننګرهار او پښتونخوا کې له ګني ګوړه او نور توکي تولېدېږي خو خوست کې یوازې د جوس په توګه ترې ګټه اخیستل کېده.