په سیاسي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله هیله څرګنده کړې، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د غوښتنو په اړه د حکومت ځواب ښایي دغه ګوند د خبرو اترو میز ته د راستنېدو لپاره قانع کړي.
ښاغلي ثناالله دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د جیونیوز سره په یوې مرکه کې کړې دي او ویلي یې دي، چې «د حکومت ځواب به قانع کوونکی وي.»
تر دې وړاندې د پي ټي ای بنسټ اېښودونکي عمران خان خپل ګوند ته لارښوونه کړې وه، چې له حکومت سره خبرې اترې ودروي.
خو ښاغلی ثناالله بیا وایي، چې دواړه خواوې به هغه وخت یوې وروستۍ پایلې ته ورسېږي؛ کله چې پي ټي ای د پلمو لټولو پر ځای د خبرو اترو میز ته کېني.
ښاغلي ثناالله زیاته کړې، که پي ټي ای (د جنورۍ په ۲۸مه نېټه) خبرو اترو کې ګډون کوي یا نه؛ حکومت به د دغه ګوند مذاکراتي ډلې ته خپل ځواب وړاندې کړي.
هغه ویلي، دا د هرو مذاکراتو برخه ده؛ ښایي د پي ټي ای ځینې غوښتنې ومنل شي او ښایي ځینې یې رد شي.
هغه ټینګار وکړ، چې د خبرو اترو پروسه باید د دواړو خواوو ترمنځ تر هغه وخته پورې دوام وکړي؛ تر څو چې دوی یوې منطقي پایلې ته ورسېږي.
د تحریک انصاف او پاکستان حکومت له نږدې یوې میاشتې راهیسې په هېواد کې د سیاسي کړکېچونو د کمولو په موخه په خبرو اترو بوخت دي.
دواړو خواوو تر دې دمه د خبرو اترو درې پړاوونه ترسره کړي دي.
د تحریک انصاف ګوند مشر بیرسټر ګوهر یوه ورځ وړاندې وویل، که حکومت د قضايي کمېسیون د جوړولو اعلان وکړي؛ نو ګوند یې کولی شي، چې د خبرو اترو د لغوه کولو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.