د جرمونو نړیواله محکمه د هبت الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادرول غواړي

۱ ساعت مخکې

د جرمونو نړیواله محکمه وايي، د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادرول غواړي.

د دې محکمې په اعلامیه کې د طالبانو مشر اخوندزاده او د قضايي برخې تر ټولو لوړ پوړی چارواکی حقاني پر بشریت ضد جرمونو تورن شوي دي.

د جرمنو نړيوالې محکمې د لوی څارنوال کريم خان دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ویلي، چې په افغانستان کې د دوی د څېړونو له مخي د طالبانو مشر هبت الله او د دغه ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکيم حقاني له ۲۰۲۱ کال راهيسې د بشريت ضد جرمونو او د ښځو او نجونو په وړاندې د پراخ تبعیض په تور تورن دي.

په اعلاميه کې ویل شوي: « دوی د بشریت ضد جرمونو او د افغان نجونو او ښځو د ځورونو مسولين دي.»

د جرمنو نړيوالې محکمې څارنوال ویلي، چې دا ځورونې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ تر نن ورځې په ټول افغانستان کې شوې او لا هم روانې دي.

له هغه وروسته، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، دغې ډلې د نورو پراخو بنديزونو ترڅنګ د ښځو پر حقونو بندیزونه لګولي دي.

ښځې او نجونې يې له ښوونځي، پوهنتونونو، کار، تفريح او ورځينو چارو منعه کړې او نژدې هره ورځ د نارينه وو ترڅنګ ځينې ښځې هم د ځينو تورنو له کبله په عام محضر کې په دورو وهل کيږي.

د بشري حقونو ملاتړ سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتې، چې له بندیزونه او بدنې سزاګانو لاس واخلي؛ خو طالبان وایي، چې دوی د ټولنې د اصلاح لپاره «شریعت» پلي کوي.

نور خبرونه

رادیو