د خوست لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور پخواني رییس، چې یو وخت یې کندهار کې هم دنده درلوده، د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست د یوې خبرتیا په غبرګون کې لیکلي “ولې هرڅه کندهار ته؟”.
دغه خبرتیا کې د ملګرو ملتو د یوې ادارې له لوري کندهار کې ځوانانو ته روزنیز پروګرامونه اعلان شوي.
په خوست دغه طالب چارواکی شبیر احمد عثماني له کابو یوې میاشتې راهیسې له دندې ګوښه شوی دی.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه د طالبانو له لوري د کندهار او نورو ولایتونو ترڅنګ د امتیازاتو په اړه شکایت کوي.
هغه لیکلي.« زموږ فریاد یوه مجبوري ده، ځکه ټولې دروازې خلکو په ځان پسې تړلې دي. نور دې نو بیا خلک هیڅ هم نه وايي. بس کندهار دی، کندهار دی نورو ولایتونو ته هیڅ خپل حق نه رسیږي.»
نوموړي دغه څرګندوني د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست د هغې خبرتیا په غبرون کې دي چې په دغه ولایت کې یې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له خوا ځوانانو ته د درې میاشتنیو زدکړو د کورسونو په هکله په خپله اېکس پاڼه خپره کړې ده.
شبیر احمد عثماني ویلي، تر کندهار نورو ولایتونو ته په هره برخه کې کمه پاملرنه کیږي.«ډیره عجیبه نه ده؟ هر څه کندهار ته؟ د ځوانانو معینیت دې وښیي چې په تېرو دریو کلونو کې یې د څو محدودو ولایتونو نه سیوا د خوست په شمول نورو ولایتونو ته څه کړي وي؟»
غبرګونونه او پوسټ ړنګول
پر کور د کښینول شوي دغه طالب چارواکي د څرګندونو په غبرګون له کندهار د اېکس یوه فعال کس لیکلي:«ورسه د خپل اړوند ولایت له مسولیینو غوښتنه وکړه، کار ټول ستا په ولایت کې خراب دی.»
ښاغلي عثماني دا پوسټونه بېرته ړنګ کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې پر ټولنیزو رسنیو پخواني طالب چارواکي د دوی پر خپلو مشرانو او د هغوی پر ځینو کړنو نیوکې کوي، خو طالبان ډیری وخت غیر طالب نیوکه کوونکي د دوی د حکومت پر ډول او پالیسیو د نیوکو له امله بندي کوي او ربړوي یې.
شبیر عثماني په خوست ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس و، او د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر میاشتې په ۲۲ نېټه یې اېکسپاڼې لیکلي، چې نن یې په دغه ولایت کې د اطلاعات او کلتور د رییس په توګه دنده پای ته ورسیده.
د معلوماتو له مخې، شبیر احمد عثماني تردې وړاندې د کندهار د اطلاعات او کلتور په ریاست کې هم دنده کړې ده.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې نوموړی د کندهار ولایت د استخباراتو ریاست له لوري د یوه استازي په توګه د کندهار په اطلاعات او کلتور ریاست کې په دنده ګمارل شوی و.