د معترضو ښځو د غورځنګونو خپلواکې ټلوالې د طالبانو له‌خوا پرخپلسرو نیونو اندېښنه څرګنده کړې

۵ ساعتونه مخکې

د افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګونو خپلواکې ټلوالې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له‌خوا پر خپلسرو نیونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغې ډلې دارنګه په افغانستان کې د طالبانو پر زیاتېدونکو سرغړونو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغې ټلوالې په خپرې شوې خبرپاڼه کې له طالبانو څخه د ټولو خپلسرو نیونو د ختمولو او د دغې ډلې له بنده د نیول شویو خبریالانو او مدني فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه شوې ده.
دغو معترضو مېرمنو د یوې ویډیو په خپرولو سره د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو د سرغړونو غندنه کړې او له نړۍوالو بنسټونو یې غوښتي، چې د بشري حقونو او د بیان ازادۍ په برخه کې د افغانستان له‌خوا پر خپلو کړیو شویو ژمنو څارنه وکړي.
دوی دارنګه له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په دې تړاو دې عملي ګامونه اوچت کړي.
په خبرپاڼه کې د بشري حقونو د سرغړونو له قربانیانو سره په پیوستون ټینګار شوی دی.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې له ټولو مسوولو چارواکو غوښتل شوي، چې د انساني وقار او د بیان د ازادۍ د ساتنې لپاره سملاسي اقدامات وکړي.

نور خبرونه

رادیو