د افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۲۰ مېلیون ډالره لیلاموي

۲ ساعتونه مخکې

‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمېدو په موخه د راروانې شنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) ۲۰ مېلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.

دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په شرايطو برابرو له ټولو صرافانو او خصوصي بانکونو غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې ګډون وکړي.
د تېرې یکشنبې په ورځ هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت له امله ۱۸ مېلیونه ډالر لیلام کړل.
له بل پلوه د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخوانی وزیر جان اڅکزی وایي، چې د افغانیو د ارزښت له ټیټېدو وروسته افغان وګړي د سوداګرۍ او اسعارو د تبادلې لپاره د پاکستانۍ کلدارو غوښتنه کوي.
نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، دا په داسې حال کې ده چې امریکا له طالبانو سره خپلې مرستې بندې کړې دي.
د هغه په وینا، له طالبانو سره د امریکا د مرستو ځنډېدو له امله افغانیو خپل ارزښت له لاسه ورکړی، چې اوس یو ډالر په ۷۶ افغانیو تبادله کېږي.
هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې اقتصادي فشار مخ په زیاتېدو دی.

نور خبرونه

رادیو