طالبان وایي، په کابل کې د قطر شارژدافير له ملابرادر سره په ليدنه کې ويلي، چې د دوحې او کابل ترمنځ د سپرلۍ او کارګو الوتنو پر زياتوالي کار کوي.
دوې میاشتي وړاندي دواړو لورو د کابل او دوحې ترمنځ د الوتنو د پیلولو هوکړه لاسلیک کړه او له هغه راهیسې په اونۍ کې یوه الوتنه کېږي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په کابل کې د قطر شارژدافير دکتور مردف القاشوطي د دې ډلې د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ويلي: « قطر له افغانستان سره په تعليمي برخه کې همکارۍ ته چمتو دی»
په اعلاميه کې د القاشوطي له قوله ويل شوي، چې دوی به د کندهار ميرویس روغتون کې د ۴۰۰ نویو بسترونو جوړولو کارونه هم پيل کړي.
د طالبانو د مالوماتو له مخي، قطر د افغانانو سره د مرستو په موخه په کابل کې د یو خيربنسټ چاري هم پیلوي.
ملابرادر په ليدنه کې د اقتصادي اړیکو د زياتوالي ترڅنګ له قطر دولت او پانګوالو هم وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.
که څه هم قطر تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د دغې ډلې د واکمنۍ له پېل راهیسې یې له دوی سره قوي ډېپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې ټینګې کړې دي.