متقي په کابل کې د یوناما له مشرې سره د اقتصادي ودې او د بشري مرستو پر وضعیت خبرې کړې

۱۰ ساعتونه مخکې

‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اوتنبايوا سره د اقتصادي ودې او د بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت خبرې اترې کړې دي.

‏دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اغلې اوتنبایوا له قوله لیکلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د لومړي ځل له پاره له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه تر بشري مرستو زياته شوې ده.
د هغې په وینا، دا يو خورا مثبت پرمختګ دی او د افغانستان پر اقتصاد به يې اغېز مثبت وي.
ورته مهال ښاغلي متقي ویلي، چې د هېواد اقتصاد له ثبات وروسته اوس مخ پر ودې حرکت کړی دی.
‏د ښاغلي متقي په خبره، د اقتصادي پرمختيا په برخه کې ځیني پلانونه لاهم د پلي کېدو په حال کې دي چې په بشپړېدو سره به یې اقتصادي حالت چټکه وده وکړي.
خو د شنونکو په اند د جمهوریت له پرځېدو وروسته لاهم افغانستان له بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی او تر نیمایي ډېر خلک یې له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

نور خبرونه

رادیو