د طالبانو بهرنيو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي په افغانستان کې د ایران له سفير سره په لیدنه کې د لوړې کچې پلاوي د تګ راتګ اړوند خبرې کړې دي.
طالبانو ویلي، چې په ناسته کې د اقتصادي هوکړه لیکونو پر عملي کولو هم ټینګار شوی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې امیرخان متقي په افغانستان کې د ایران له سفير علي رضا بیکدلي سره په لیدنه کې ټينګار کړی، چې دواړه هېودونه دې د دوه اړخيزو اړیکو عملي پرمختګ ته لاره اواره کړي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ناسته کې د دوو اړخيزو اړیکو، د لوړې کچې د پلاویو پر تګ راتګ او اقتصادي همکاريو هم خبرې شوې.
امیرخان متقي په دې ناسته کې ویلي: «د چابهار بندر فعالیت او د ظرفیت لوړېدا د دواړو هېوادونو او د ټولې سیمې لپاره د ګډو ګټو ښه بېلګه جوړولای شي.»
د لوړې کچې پلاوي د ترکیب په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي چې دا به د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه وي او که د مرستیال وزیرانو په کچه به غوره کیږي.
کابل او تهران سیاسي او اقتصادي پراخې اړیکې لري او ایران طالبان خپل نږدې ملګري يادوي خو د نورو هېوادونو په څېر یې لا تر اوسه په رسميت نه دي پېژندلي.