د داعش خراسان څانګې په تخار ولایت کې د وژل شوي چینايي وګړي مسوولیت پرغاړه واخېست.
یادې ډلې د خپل رسمي خبري اژانس «اعماق» له لارې ویلي چې د دوی جنګیالیو پر دغه چینايي ډزې کړې دي او وژلی یې دی.
د تخار د طالبانو امنیه قومانداني په رسمي ډول د چینایي وګړي وژل تایید کړي دي.
سیمه ییزو چارواکو هغه د «لي» په نوم یاد کړی، چې د کانونو د استخراج په برخه کې یې کار کاوه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه خبري غونډه کې ددې پېښې په اړه ناخبري وښوده، خو زیاته یې کړه، چې په کابل کې به ددوی سفارت په جریان کې وي.
په ورته وخت کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې په سرپل ولایت کې یې د داعش ډلې شپږ مشکوک غړي نیولي دي.
دا له پاکستان وروسته چې چینايي وګړي پکې وخت ناوخته په نښه کیږي، لومړی ځل دی چې په افغانستان کې داعش چینایي وګړي هدف ګرځوي.