طالبانو له ترکیې سره د ډيپلوماتيکو اړيکو پر پراختيا خبرې وکړې

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ویلي، چې امیرخان متقي په کابل کې د ترکيې له سفير سره په ليدنه کې د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختيا اړوند خبرې کړې دي.

متقي ويلي، چې له ترکیې سره اړيکې ورته خاص اهميت لري.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په کابل کې د ترکيې سفير جنک اونال هم ډاډ ښودلی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتيکو اړيکو پر ډېرېدو به کار وکړي.

طالبانو ویلي، چې په دې ناسته کې د دوو اړخيزو اړیکو زياتېدو او په سیاسي او اقتصادي برخو کې د پرمختګونو په تړاو هم بحث شوی.

د طالبانو یو شمېر چارواکو ترکیې ته له دې وړاندې رسمي سفرونه کړي او د سوداګرۍ، اقتصاد، سياسي او دوو اړخيزو اړیکو پر جوړېدو يې له ترکي چارواکو سره ناستې پاستې کړې دي.

ترکیه ظاهرا له طالبانو سره ښې اړیکې لري، خو دغه هېواد لا هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

نور خبرونه

رادیو