ستانکزی: د یو موټي چین ملاتړ کوو او افغان خاوره د یوه ګاونډي پرضد هم نه کارېږي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، طالبان د پخوا په څېر د چین او تایوان په قضیه کې د متحد چین ملاتړ کوي.

عباس ستانکزي د افغانستان او چین ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو ۷۰ کلېزې لمانځغونډه کې زیاته کړه، چې افغان خاوره به د چین په کډون د هېڅ ګاونډي پر ضد ونه کارېږي.

ښاغلي ستانکزي نن «د سلواغې ۱مه» د افغانستان او چین ترمنځه ډیپلوماتیکو اړیکو ۷۰مه کلېزې لمانځغونډه کې وویل:« هغه وخت چې افغانستان د لرغوني وخت د اسیا څلور لارې بلل کېدله؛ واخان دره د تمدنونو د نقاطع نقظه ګڼل کېده. د ورېښمو له دې لارې همدغه لومړنیو تجارتي او کلتوري اړیکو د افغانستان او چین د ډېپلوماټیکو اړیکو په تار وپیېل.»

ښاغلی ستانکزی وايي، افغانستان د چین د خلکو انقلاب په داسې وخت کې په رسمیت وپېژاند چې ډېرو کمو هېوادونو په رسمیت پېژندلی و.

دی همدراز زیاتوی افغانستان یو له لومړنیو هېوادونو و، چې په ۱۹۵۵ مېلادي کال یې چین ته سفیر ولېږه او د چین سفیر کابل ته راغلو او سفارت یې پرانیست.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي غوښتنه وکړه، چې د طالبانو روانه دوهمه دوره دې د افغانستان او چین تر منځه اوږد مهاله اړیکو د تابیا دورې په نوم شي.

عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل چې اوس مهال په دې کار کوي، چې په اوږد مهال کې افغانستان او چین د یو بل سره همکاري او نږدې اړیکې ولري.

عباس ستانکزی:« په داسې حال کې چې افغانستان د دایمي امن او ثبات په لور مزل پېل کړی دی؛ چین یو له هغو همکارانو دی چې پراخه سیاسي او اقتصادي اړیکې له مونږ سره لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې د دې ډلې بنسټګر ملا عمر په خپل وخت کې د چین استازو ته ډاډ رکړی و، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم ګاونډي هېواد پرضد نه کارېږي.

عباس ستانکزی ټینکار کوي چې دوی اوس هم په دې ژمنه ولاړ دي.

طالبان په داسې حال کې د یو متحد چین ملاتړ کوي چې د چین سینګیانګ کې د اویغور او نورو مسلمانو لږکي له دغه هېواد د دین له مخې ازادي غواړي.

د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره په دغه هېواد کې د القاعدې په کډون ګڼ شمېر وسلوالو ډلو د حضور په اړه د چین په ګډون د ځینو هېوادونو اندېښنې زیاتې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو