د پاکستان بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو درېیم هېواد ته د افغان کډوالو پر لیږد ناسته کړې

۳ ورځې مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د اسحاق ډار په مشرۍ درېیم هېواد ته د افغان کډوالو د لیږد په اړه ناسته شوې. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو په یاد هېواد کې سلګونه افغانان امریکا او اروپايي هېوادونو ته د تګ په تمه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ درېیم هېواد ته د افغانانو د لیږد په اړه د کورنیو چارو وزارت او نورو ادارو ترمنځ ناسته شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت درېیم هېواد ته د افغانانو د لیږد په اړه نور جزېیات نه دي ورکړي، خو په دغه هېواد کې زرګونه افغانان له څه باندې دریو کلو راهیسې امریکا او اروپايي هېوادونو ته د تګ په تمه میشت دي.

هغه افغانان چې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه په پاکستان کې شپي او ورځې تیروي، د پاکستان د حکومت له ځینو سختو پالیسو سره هم مخ دي او نږدې هره ورځ په اسلام اباد کې د پولیسو له خوا نیول کیږي او په زور افغانستان ته استول کیږي.

د راپورونو له مخې، د ښځو او ماشومانو په ګډون په تېرو دریو اونیو کې له ۱۰۰۰ تنو ډیر افغانان په اسلام اباد کې پولیسو نیولي او بنديان کړي دي.

په دې ناسته کې په مراکش کې د کښتۍ د ډوبیدو پیښې په اړه چې له امله یې یو شمېر کسان مړه شوي هم بحث شوی دی.

اسحاق ډار د پاکستان له بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو غوښتي چې د یادې پیښې د پاکستاني قربانیانو لپاره اړینې مرستې چمتو کړي.

څو ورځې وړاندې له افریقايي هېواد موریتانیا څخه هسپانیا ته د تلونکې ناقانونه کډوالو کښتۍ د ډبیدو په پېښه کې ۵۰ تنه مړه شول، چې ۴۴ تنه یې یوازې پاکستانیان وو.

د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د جنورۍ په ۱۲مه د هسپانیا سمندري ژغورونکو د کښتۍ د ورکېدو په اړه خبر ورکړی و.

نور خبرونه

رادیو