طالبان: په یوه اونۍ کې د نږدې ۷۱ زره کیلوګرامه قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیول شوې

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د مالیې وزارت وایي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې هېواد ته د ۷۰ زره او ۸۶۲ کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیولې ده.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد اندازه توکي د نیمروز، کندهار، فراه، هرات، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ترلاسه شوي، چې قاچاق وړونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو توکو کې درمل، یوناني بوټي، نوشابه، غوړي، طبي وسایل، موټرسایکلونه او لسګونه نور خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.
سره له دې چې په خبرپاڼه کې په دې تړاو د یو شمېر کسانو د نیولو خبره هم شوې، خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه دي وړاندې شوي.
د راپورونو له مخې، تر دې وړاندې هم مالیې وزارت هېواد ته د څه باندې ۵۶ زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د مالیې وزارت د روان کال د غویي په میاشت کې ویلي و، چې په ۱۴۰۲ کال کې يې د ۸ ولايتونو په ګمرونو کې شاوخوا ۱۷۹ زره ټنه بې کيفيته او منع شوي قاچاقي توکي نيولي دي.
افغانستان ته دغه توکي له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه په غیر رسمي لارو راوړل کېږي.
څه موده مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم ویلي و، چې ډېری وخت افغانستان ته واردیدونکي توکي بې کیفیته وي او د ډیورنډ کرښې له فرعي لارو څخه له مالیه ورکولو پرته افغانستان ته راوړل کېږي.
د یادونې ده، چې سوداګرو هم په ځلونو لوړه ماليه، د توکو د محصولاتو پر مهال د ګمرک پېچلی سیسټم، د کار کوونکو کمزوری کار، په ګمرکونو کې د لابراتوار او سړو خونو نشتوالی او ځیني نور موارد یاد کړي، چې د توکو د قاچاق لامل کېږي.

نور خبرونه

رادیو