طالبان: روان کال په څه باندې ۴ زره ترافیکو پېښو کې ۲ زره کسان مړه شوي دي

۷ ورځې مخکې

د طالبانو د ترافیکو مشر وایي، چې د روان ۱۴۰۳ کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په څه باندې ۴ زره ترافیکي پېښو کې ۲ زره کسان مړه شوي دي.

حسیب الله مختار وایي، چې په دغو پېښو کې بیا شاوخوا ۷۰۰ نور ټپيان شوي هم دي.
نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په خبرو کې دغه راز زیاته کړې، چې په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه به تر راتلونکې یوې میاشتې د لوحو د نصبولو کار بشپړ شي.
ښاغلي مختار د ترافیکي پېښو د قربانیانو د شمېر په اړه د بېلابېلو ادرسونو له لارې خپاره شوي معلومات ناسم بولي.
نوموړی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۲۹مه په کابل کې د ایمرجنسي روغتون وویل، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د ټولو ترافيکي پېښو شمېر ۵ برابره زیات شوی شوی.
د ايمرجنسي د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې ثبت شوې شمېرې په افغانستان کې د ترافيکي پېښو ۷۸،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
په راپور کې زیاته شوې، چې په دې موده کې د ترافيکې پېښو شمېر له ۲ زره او ۶۶۲ څخه ۵ زره ۵۲۰ ته لوړ شوی دی.
د یادولو ده، چې د روان کال تر ټولو خونړۍ ترافیکي پېښه د کابل-کندهار په لویه لار کې د ټانکرونو او مسافر وړونکو بسونو ټکر یاده شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دې پېښو کې ۵۲ کسان مړه او ۶۵ نور ټپيان شول.
ايمرجنسي روغتون بیا په خپل راپور کې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د ځمکې ښويېدل او د سړکونو د مقرراتو نه مراعت کول هغه لاملونه بللي، چې له امله یې خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

نور خبرونه

رادیو