په افریقایي هېواد تانزانیا کې د ماربورګ وبا له امله ۸ کسان مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۷

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې د تانزانیا په کاګیرا سیمه کې د ماربورګ وبا د خپرېدو له امله ۸ کسان مړه شوي دي.

غړو هېوادونو ته د دې وبا په اړه خبر ورکړل شوی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم غیبریوس وویل، چې په تانزانیا کې د ماربورګ وبا ۹ قضیې ثبت شوي، چې ۸ یې د مړینې قضیې دي او داسې اټکل کېږي چې په راتلونکي کې به نورې قضیې هم ثبت شي.
هغه وويل، چې د روغتيا نړۍوال سازمان د تانزانيا حکومت او اغېزمنو ټولنو ته د مرستې وړانديز کړی دی.
روندا چې د تانزانیا کاګیرا سره ګډه پوله لري، یوه میاشت وړاندې په دغه هېواد کې ۶۶ کسان په ورته ویروس اخته شوي وو، چې ۱۵ کسان یې له امله مړه شول.
ماربورګ یو ساري ویروس دی، چې په انسان کې د شدیدې تبې لامل کیږي.

ماربورګ د ایبولا په څېر د ویروسونو ورته کورنۍ پورې اړه لري.

د رویټرز د راپور له مخې، د ماربورګ ویروس د مستقیم تماس له لارې یا د اخته خلکو د وینې او نورو بدني مایعاتو له لارې په شمول د خیرنو جامو، کمپلې یا هم بړستن د خلکو تر مینځ خپرېدلی شي.

د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د کاګیرا په سیمه کې دغې وبا شپږ کسان ووژل او نږدې دوه میاشتې یې دوام وکړ.

نور خبرونه

رادیو