په لاس انجلس کې تازه اورلګېدنه؛ ۳۱‌زره کسانو ته د مېنو پرېښودو امر شوی

۶ ساعتونه مخکې

د امریکا د کلیفورنیا ایالت د لاس انجلس ښار په شمال کې په ځنګلونو کې یو ځلې بیا اور لګېدلی، چې له امله یې ۳۱زره کسانو ته د مېنو د پرېښودو امر شوی دی.

دغه اور د چټک خپرېدو له امله تر دې مهاله ۳۸ کیلو مټره ځمکه نیولې ده.
د چارواکو په وینا، د دغه اور لمبې لا ودانیو او خصوصي تاسیساتو ته نه دي رسېدلې.
دغه اور چې د هیوز په نامه یادېږي، د لاس انجلس شمال څخه ۸۰ کیلو مټره لرې دی.
په لاس انجلس کې د اور وژنې ادارې مشر انتوني مارونه د چهارشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال وویل، د دغې اورلګېدنې کابو کول ګران دي؛ خو موږ یې د کنټرول هڅه کوو.»
د دغې اورلګېدنې له امله، ۵۰۰ بندیان نورو زندانونو ته لېږدول شوي دي.
د چارواکو په وینا، چورلکې او وړې الوتکې هم د اور وژنې په عملیاتو کې برخه اخلي.
چارواکي اندېښمن دي، چې اور د کاسټایک جهيل سویل خوا ته روان دی، ښایي دغه اور په چټکۍ سره پرمختللو سیمو او ان د وینټورا کاونټي ته هم ورسېږي.
په لاس انجلس کې د جنورۍ له اوومې نېټې راهیسې د ځنګلونو د اور د کابو کولو هڅې روانې دي، چې له امله یې شاوخوا ۴۰ زره جریبه ځمکه سوځېدلې او لږ تر لږه ۲۷ کسان یې وژلي دي.

نور خبرونه

رادیو