د طالبانو له بند څخه خوشې شوي امریکایي وګړي خپلو کورونو ته ورسېدل

۴ ساعتونه مخکې

سپینې ماڼۍ امریکا ته د رایان کوربټ او ویلیام مکنټي د رسېدو خبر ورکړ.
یاد امریکایي وګړي د طالبانو له یوه بندي غړي سره د تبادلې په پایله کې له بند څخه خوشې شول.

قطر د دوی د تبادلې په برخه کې د منځګړي په توګه رول درلود.
سپینې ماڼۍ چې د چهار شنبې په ورځ امریکا ته د کوربټ د رسېدو انځورونه خپاره کړي، ورسره لیکلي یې دي: «هغه ژمنې چې شوې وې، عملي شوې.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د اوږدو او ګټورو مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې د دې ډلې یو بندي غړی له دوو امریکایي وګړو سره په تبادله کې خوشې شو.

دغه افغان بندي‌ «خان محمد» نومېږي او نوموړی دوه لسیزې وړاندې د امریکایي ځواکونو له خوا په ننګرهار ولایت کې نیول شوی و او د امریکا د کلفورنیا ایالت په یوه زندان کې ساتل کېده.
د طالبانو له بند څخه خوشې شوي بندیان قطر ته تر لېږدولو وروسته امریکا ته ولاړل.
د یادو دوو امریکایي وګړو د خوشې کېدو هوکړه د بایډن د حکومت په وروستیو ورځو کې وشو.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند په یوې بیانیه کې ټينګار وکړ، چې د ټرمپ حکومت د طالبانو له بند څخه د ټولو بندي امریکایانو د خوشې کولو په هڅه کې دی.
له دې سره، د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی د امریکا او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې په کار کې اسانتیاوې برابرې کړې وې، چې په وینا یې ډېرې بریالۍ هم وې.

که څه هم تر دې وړاندې داسې ګنګوسې وې، چې په دغه تبادله کې به افغان توکمه امریکایي تبعه محمود شاه حبیبي هم وي، خو لا هم د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه شته او طالبانو د هغه د نیولو او ځای ځایګي په اړه هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو