د پکتیا په څمکنۍ ولسوالۍ کې د عصري زده کړو کورسونو ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې د عصري زده کړو ۱۶ کورسونه وتړل.
په رارسېدلو ویډیوګانو کې ښودل کیږي، چې د کورسونو دروازې د طالبانو له خوا مهرولاک شوې دي.
د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د کورسونو ځینو مسوولانو او زده کوونکو نن سې شنبه «د مرغومي ۲۴مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو پرته له کومې خبرتیا له کورسونو زده کوونکي و اېستل او دروازې یې مهر و لاک کړې.
په دغه کورسونو کې پر انګلیسي سربېره ساینسي مضامین، کمپيوټر، خطاطي، پښتو املا او د کانکور تیاري په برخو کې درس ورکول کېده.
د کورسونو مالکان وايي چې دوی رسمي جوازونه هم لري او «دولت» ته یې ټاکلې مالیه هم تحویل کړې خو بیا یې هم د زده کړو کورسونه وتړل شول.
د یوه ځايي کورس مسوول وویل:«د څمکنیو لپاره د طالبانو ولسوال، امنیه قوماندان او پوهنې ریاست مسوولینو هم ددوی ملتیا کوله چې د کورسونو دروازې یې وتړلې».
د رارسېدلو معلوماتو له مخې، طالبانو د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې ۱۶ کورسونه بند کړي دي، چې په دې کې ۲۲ استادانو تدریس کاوه.
دغو کورسونو ته د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ ترڅنګ د جاني خېلو، ډنډ پټان، لجه منګل او ځاځي اریوب ولسوالیو زده کوونکي ورتلل.
د تایید شویو شمېرو له مخې، په دغو کورسونو کې شاوخوا ۲۵۰۰ زده کوونکي عملا پر زده کړو بوخت ول.
طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د روان کال د مرغومي پر ۲۳مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله وینا کې له طالبانو غوښتنه وکړه چې له علم سره به هېڅکله مخالفت نه کوي.
مجاهد په دې باور دی چې د شرعي علومو ترڅنګ طبیعي علوم د ټولنې ضرورت دی.
مجاهد وویل، «انجینري د ټولنې یو ضرورت دی، ساینسي علوم د ټولنې اینده ده. ټول علوم زموږ د دین لپاره اول ضرورت دی.