د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې سږکال له ۵۰۰ زرو ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي

۳ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په افغانستان کې سږ کال له ۵۰۰ زرو ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د دغه پروګرام پر اېکس پاڼه لیکل شوي، چې افغانستان لا هم په نړۍواله کچه له لوږې سره مخ هېواد دی.

د دغه بنسټ د لیکنې له مخې، محدودیتونه او اقلیمي بدلون خوړو ته د خلکو لاسرسی نور هم محدودوي.
دغه پروګرام وایي، چې دوی د ماشومانو په ګډون د میلیونونو افغانانو د ملاتړ لپاره د ښوونځیو له لارې خلکو سره مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام تېره اوونۍ هم ویلي و، چې په روان ژمي کې د افغانستان میلیونونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د (مرغومي په ۱۸مه) لیکلي و: «ډېر افغانان د ژمي په سړو سېلیو کې هک حیران دي، چې لومړی د خپلو ماشومانو تشې ګېډې ډکې کړي؛ که هغوی ته د خونو د تودولو غم وخوري.»
تر دې وړاندې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د بېړني وضعیت مشرې پاولین اېلوف ویلي و، چې سږکال د بودجې د کمښت له امله تر ۷ مېلیونو ډېر کسان له بشري مرستو بې برخې کېږي.

نور خبرونه

رادیو